طالبان پکتیا ولایت کې د امنیت ساتنې په موخه پوستې جوړوي

واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته په پکتیا ولایت کې د تېر جمهوري نظام ګڼې امنیتي پوستې بیرته راټولې شوې، خو اوس یو ځل بیا د دغه ولایت د طالبانو امنیه قومندانۍ هڅې پیل کړي، تر څو هغو سیمو کې بیرته امنیتي پوستې جوړې کړي، چې اوس مهال ورڅخه د سیمې امنیت ګواښل کېږي.

پکتیا ولایت د طالبانو امنیه قومندانۍ  د امنیت آمر محمد اسلم کرامت له اطلاعات روز سره په ځانګړې مرکه کې وویل، چې دوی د احمد ابا ولسوالۍ په مچلغو او ځینو نورو سیمو کې د پوستو جوړلو پلان برابر کړی دی.

هغه زیاته کړه، چې اوس مهال امنیت تامین دی او تر ډېره د امنیتي پېښو مخه هم نیول شوې، خو په خبره یې چې که راتلونکي کې ځینې مخالفې ډلې د امنیت خرابېدو هڅه وکړي، نو له دې لارې یې په ښه ډول مخه نیول کیږي.

پوستې د امنیتي ګواښوونو شنډولو لپاره جوړیږي

هغه وویل: «مونږ اوس مهال په ټوله پکتیا کې الحمدالله هیڅ داسې کومه وېره نه لرو، چې له کوم ځایه دې د پکتیا امنیت ګډوډ شي، خو د دې لپاره چې په راتلونکي کې ځینې مخالفین د خرابېدو هڅه وکړي، د همدغو پوستو له لارې به یې مخه نیول کیږي.»

کرامت وايي، چې د امنیتي او جنايي جرمونو د مخنیوي په موخه یې په ځینو سیمو کې کور په کور د پلټنې عملیات هم تر سره کړي، چې د هغه په خبره تر ډېره بریالي هم تمام شوي دي.

نوموړی وايي: «مونږ د خلکو د سر او مال د ساتنې او هم په پکتیا ولایت د رامنځته کېدونکو جنايي جرمونو د مخنیوي په موخه په ځینو مشخصو ځایونو کې کور په کور د تلاشۍ عملیات ترسره کړل، چې خوشبختانه په کې بریالي و او ګڼې وسلې مو هم لاسته راوړې.»

په همدې حال کې بیا د پکتیا ولایت ځینې اوسېدونکي د نویو امنیتي پوستو ایجادول ښه ګام بولي، خو زیاتوي، چې که په لومړیو کې د پخواني نظام پوستې له منځه نه وای وړل شوې، اوس به ورباندې دوباره مصارف نه کېدل.

پکتیا خلک وایي، طالبانو باید پځوانۍ پوستې نه وی ویجاړې کړی

د مرکز ګردېز یو اوسېدونکی شاه ولي اطلاعات روز سره په خبرو کې وویل، چې د تېر جمهوري نظام د امنیتي پوستو وسایل که همداسې پرېښودل شوي وای، نو د پکتیا امنیت به ورسره لا ډاډ من و.

هغه وايي: «مونږ دا ښه پرېکړه بولو، چې دوی د امنیت ساتنې لپاره نوې پوستې جوړوي، خو سوال دادی، چې ولې یې د پخواني نظام پوستې چې په مهمو ځایونو کې جوړې شوې وې له منځه یوړې او اوس یې د وسایلو مالومات هم نشته، چې خرڅ یې کړل او که لاهم ساتل شوي دي؟.»

د پکتیا ولایت په مرکز او بېلابېلو ولسوالیو کې د سیمو او لویو لارو د امنیت ساتنې په موخه ګڼې امنیتي پوستې موجودې وې، چې د طالبانو په راتګ هماغه بیرته راټولې شوې دي.

خلک وايي، چې د لارو امنیت تامین نشي او هم ورباندې په ځینو سیمو کې پوستې جوړې نه شي، نو راتلونکي کې د غلاو او ځینو نورو جنايي پېښو د رامنځته کېدو وېره یې موجوده ده.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه