واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته په پکتیا ولایت کې د تېر جمهوري نظام ګڼې امنیتي پوستې بیرته راټولې شوې، خو اوس یو ځل بیا د دغه ولایت د طالبانو امنیه قومندانۍ هڅې پیل کړي، تر څو هغو سیمو کې بیرته امنیتي پوستې جوړې کړي، چې اوس مهال ورڅخه د سیمې امنیت ګواښل کېږي.
پکتیا ولایت د طالبانو امنیه قومندانۍ د امنیت آمر محمد اسلم کرامت له اطلاعات روز سره په ځانګړې مرکه کې وویل، چې دوی د احمد ابا ولسوالۍ په مچلغو او ځینو نورو سیمو کې د پوستو جوړلو پلان برابر کړی دی.
هغه زیاته کړه، چې اوس مهال امنیت تامین دی او تر ډېره د امنیتي پېښو مخه هم نیول شوې، خو په خبره یې چې که راتلونکي کې ځینې مخالفې ډلې د امنیت خرابېدو هڅه وکړي، نو له دې لارې یې په ښه ډول مخه نیول کیږي.

هغه وویل: «مونږ اوس مهال په ټوله پکتیا کې الحمدالله هیڅ داسې کومه وېره نه لرو، چې له کوم ځایه دې د پکتیا امنیت ګډوډ شي، خو د دې لپاره چې په راتلونکي کې ځینې مخالفین د خرابېدو هڅه وکړي، د همدغو پوستو له لارې به یې مخه نیول کیږي.»
کرامت وايي، چې د امنیتي او جنايي جرمونو د مخنیوي په موخه یې په ځینو سیمو کې کور په کور د پلټنې عملیات هم تر سره کړي، چې د هغه په خبره تر ډېره بریالي هم تمام شوي دي.
نوموړی وايي: «مونږ د خلکو د سر او مال د ساتنې او هم په پکتیا ولایت د رامنځته کېدونکو جنايي جرمونو د مخنیوي په موخه په ځینو مشخصو ځایونو کې کور په کور د تلاشۍ عملیات ترسره کړل، چې خوشبختانه په کې بریالي و او ګڼې وسلې مو هم لاسته راوړې.»
په همدې حال کې بیا د پکتیا ولایت ځینې اوسېدونکي د نویو امنیتي پوستو ایجادول ښه ګام بولي، خو زیاتوي، چې که په لومړیو کې د پخواني نظام پوستې له منځه نه وای وړل شوې، اوس به ورباندې دوباره مصارف نه کېدل.

د مرکز ګردېز یو اوسېدونکی شاه ولي اطلاعات روز سره په خبرو کې وویل، چې د تېر جمهوري نظام د امنیتي پوستو وسایل که همداسې پرېښودل شوي وای، نو د پکتیا امنیت به ورسره لا ډاډ من و.
هغه وايي: «مونږ دا ښه پرېکړه بولو، چې دوی د امنیت ساتنې لپاره نوې پوستې جوړوي، خو سوال دادی، چې ولې یې د پخواني نظام پوستې چې په مهمو ځایونو کې جوړې شوې وې له منځه یوړې او اوس یې د وسایلو مالومات هم نشته، چې خرڅ یې کړل او که لاهم ساتل شوي دي؟.»
د پکتیا ولایت په مرکز او بېلابېلو ولسوالیو کې د سیمو او لویو لارو د امنیت ساتنې په موخه ګڼې امنیتي پوستې موجودې وې، چې د طالبانو په راتګ هماغه بیرته راټولې شوې دي.
خلک وايي، چې د لارو امنیت تامین نشي او هم ورباندې په ځینو سیمو کې پوستې جوړې نه شي، نو راتلونکي کې د غلاو او ځینو نورو جنايي پېښو د رامنځته کېدو وېره یې موجوده ده.
