د سه شنبې په ورځ د کابل لوېدیځ دشت برچي سیمه کې څو چاودنې وشوې. لومړۍ چاودنه د ۱۸مې ناحیې اړوند «ممتاز» ښوونیز مرکز کې او بله چاودنه د ۱۳مې ناحیې اړوند د « شهید عبدالرحیم » په لېسه کې وشوه.
دا ښوونځی د کابل ښار کې یو له سترو ښوونځیو څخه دی. د چاودنو په لړ کې لسګونه کسان وژل شوي او ټپیان شوي دي.
ځایي سرچینې وايي، چې لومړۍ چاودنه د « شهید عبدالرحیم » ښوونځي کې وشوه او د دغې چاودنې له امله له ګډوډۍ او وېرې وروسته زده کوونکو هڅه وکړه، چې د ښوونځي له شا کوڅې ووځي، مګر ناخبره چې د یوې بلې چاودنې ښکار شول.
په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي د چاودنو عکسونه او ویډیوګانې ښیې چې جسدونه د ښوونځي شاته کوڅه کې پراته دي او حتی ځایی خلک د ټپیانو او مړو د لیږد لپاره له لاس ګاډو استفاده کوي. ځینې جسدونه د چاودنې د شدت له امله نه دي پیژندل شوي او ټوټې ټوټې شوي دي.
د چاودنې په لومړۍ شېبه کې د زده کوونکو جسدونه یو پر بل پراته وو او دغه شیپه د امبولانس او طالب ځواکونو کوم خبر نه و.
کاظم د «شهید عبدالرحیم» لېسې یو له زده کوونکو څخه دی. نوموړی په داسې حال کې چې د ښوونځي چاودنې ټکان ورکړی و، له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په مرکه کې وویل: « د سهار په ۹:۳۰ بجو موږ له ښوونځي څخه د وتلو په حال کې وو، چې له دروازې بهر ووتو، چاودنه وشوه. ما وليدل چې زما د ځينو ټولګيوالو لاسونه نه وو او زما د ټولګيوالو مخونه او جامې په وينو ککړ وو.»
نوموړی پخوانی حکومت او طالبان دواړه تورنوي چې د هزاره ګانو په ځانګړې توګه د کابل په لویدیځ کې د امنیت په تامین کې پاتې بولي.
د ټپیانو او مړو یو شمیر نور خپلوان د ایمرجنسي او محمد علي جناح روغتونونو مخې ته د ټپیانو لیدو او د خپلو خپلوانو د جسدونو ترلاسه کولو لپاره ځانونه رسولي وو.

د افغانستان د ټولنیزو شبکو کاروونکو ترمنځ د یوې میرمنې انځور ډیر لاس په لاس کېږي چې نموړې ښځې د دهمزنګ په چاودنه کې یې خپل میړه، لور یې د موعود ښوونیز مرکز چاودنه کې او خپل وروستي ماشوم زوی یې د سه شنبې ورځې چاودنه کې له لاسه ورکړی.
د ټولنیزو رسنیو ډیری کاروونکو ددغې مور انځور په خپلو پاڼو شریک کړی، د هغې سره یې خپله خواخوږي څرګنده کړې او په « هزاره ټبر» تنظیم شوي بریدونه یې غندلي.

ځینو خبریالانو راپور ورکړی چې یو پلار خپل درې ماشومان ددغه ښوونځي په چاودنه کې له لاسه ورکړي دي.
د کابل په لویدیځ کې چاودنې په کور دننه او بهر پراخ غبرګونونه راپارولي دي. جاوید مالک ورځپاڼه لیکونکی پر خپل فیسبوک پاڼه لیکلي: «دا مهمه نده چې څوک په واک کې دي، نسل وژنه دوام لري.»
د کابل لوېدیځ یو شمېر اوسېدونکو د «شهید عبدالرحیم» لېسې شاته کوڅه کې د پېښې د قربانیانو د یاد او درناوي لپاره شمعې بلې کړې. د پروګرام تنظیمونکو ټینګار وکړ چې د پوهې لاره به دوام مومي.
د پرونۍ خونړۍ پېښې په غبرګون کې د کابل په لویدیځ کې د تعلیمي مرکزونو اتحادیې تر بلې خبرتیا پورې زده کړې ځنډولي دي.

تند چلند
د پخوانیو حکومتي ځواکونو بر خلاف، طالب ځواکونو د یو شمېر ټپیانو او خپلوانو سره له تاوتریخوالي ډک چلند کړی دی. په یوه ویډیو کې یو طالب جنګیالی لیدل کیږي چې د محمد علي جناح روغتون مخې ته د یوه ټپي خپلوان په څپیړو وهي.
په ټولنیزو رسنیو کې د پوهنتون د یوه محصل ویډیو هم خپره شوې، چې ادعا کوي طالبانو دوی ته د کابل لوېدیځ کې د محمد علي جناح روغتون داخل ته اجازه نه ورکوله چې ټپیانو ته وینه ورکړي. دی وایي: «زما ورور د شهیدعبدالرحیم په لېسه کې زده کوونکی و او ښه خبره ده چې چاودنه کې یې زیان ندی لیدلی. زه روغتون ته راغلی یم چې د اړتیا په صورت کې ټپیانو ته وینه ورکړم. خو طالبانو یو کس چې روغتون ته یې د ننوتو هڅه کوله په څپیړه وهلی. کله چې جمهوري نظام شتون درلود، موږ به خپل غږ پورته کوه ، خو د امارت پر مهال دا کار هم نشو کولای.:»

د طالبانو له خوا تند چلند خبریالان او د رسنیو تصویر اخیستونکي هم ځورولي. ویل کېږي چې د پېښې د پوښښ پر مهال یو شمېر خبریالان له لفظي او فزیکي پلوه ځورول شوي. د خبریالانو په وینا د طالبانو له خوا د چاودنو پوښښ سخت محدود شوی دی. واک ته د طالبان رسیدو سره د رسنیو فعالیت سخت ګډوډ شوی دی.
روح الله نوري په خپل فیسبوکي حساب یوه ویډیو خپره کړه چې پکې لیدل کېږي یو طالب جنګیالی په ډیره تونده لهجه د میموري کار غوښتنه کوي:« ما غوښتل چې د شهید عبدالرحیم لېسې د چاودنې د ځای عکس واخلم. له بده مرغه طالبانو پر ما برید وکړ. هغوئ په زوره زما میموري کارت واخیست او له ځانه سره یې یووړ.»

د طالبانو غبرګون
د طالبانو سرپرست حکومت ډاډ ورکړی چې د کابل په لوېدیځ کې د چاودنو له عاملینو سره به جدي چلند وشي.
د طالبانو د ویاند مرستیال انعام الله سمنګاني پر ماشومانو برید «ډیر دردونکی» او «خواشینوونکی» وباله او ویې ویل، چې طالبان د داسې پیښو د تکرار مخنیوي لپاره د عاملینو د نیولو او دوی ته سزا ورکولو ته ژمن دي.
یو شمېر پوځي کارپوهان په دې باور دي چې طالبان د چاودنو او ځانمرګو بریدونود مخنیوي توان نه لري او وېره شته چې دا ډول بریدونه زیات شي. خو یو شمېر هېوادوال د اوسني وضعیت پړه پر طالبانو اچوي، چې د پرله پسې جګړو له لارې یې په هېواد کې د «ترهګرو» ډلو شتون ته لاره هواره کړې ده.
د کابل په لوېدیځ کې د نننیو چاودنو مسوولیت تر اوسه کومې ډلې یا کس پر غاړه نه دی اخیستی، خو داعش څو ځله د داسې بریدونو مسوولیت منلی دی.
د دشت برچي په سیمه کې پر ښوونځیو او تعلیمي مرکزونو هدفي بریدونه مخیني نه دي. تېر کال ثور په ۱۸مه د «سید الشهداء» په لېسه کې چاودنې تر سلو ډېر زده کوونکي ووژل او لسګونه نور یې ټپیان کړل.
تر دې پېښې مخکې په دې سیمه کې د « موغود» او «کوثردانش» تعلیمي مرکزونه د یو لړ چاودنو موخه ګرځیدلي وو.
