پر ځمکه وینه اسمان کې انګولاوې؛ د کابل په لویدیځ کې د هزاره ګانو وژنه

د سه شنبې په ورځ د کابل لوېدیځ دشت برچي سیمه کې څو چاودنې وشوې. لومړۍ چاودنه د ۱۸مې ناحیې اړوند «ممتاز» ښوونیز مرکز کې او بله چاودنه د ۱۳مې ناحیې اړوند د « شهید عبدالرحیم » په لېسه کې وشوه.

دا ښوونځی د کابل ښار کې  یو له سترو ښوونځیو څخه دی. د چاودنو په لړ کې لسګونه کسان وژل شوي او ټپیان شوي دي.

ځایي سرچینې وايي، چې لومړۍ چاودنه د « شهید عبدالرحیم » ښوونځي کې وشوه او د دغې چاودنې له امله له ګډوډۍ او وېرې وروسته زده کوونکو هڅه وکړه، چې د ښوونځي له شا کوڅې ووځي، مګر ناخبره چې د یوې بلې چاودنې ښکار شول.

په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي د چاودنو عکسونه او ویډیوګانې ښیې چې جسدونه د ښوونځي شاته کوڅه کې پراته دي او حتی ځایی خلک د ټپیانو او مړو د لیږد لپاره له لاس ګاډو استفاده کوي. ځینې ​​جسدونه د چاودنې د شدت له امله نه دي پیژندل شوي او ټوټې ټوټې شوي دي.

د چاودنې په لومړۍ شېبه کې د زده کوونکو جسدونه یو پر بل پراته وو او دغه شیپه د امبولانس او ​​طالب ځواکونو کوم خبر نه و.

کاظم د «شهید عبدالرحیم» لېسې یو له زده کوونکو څخه دی. نوموړی په داسې حال کې چې د ښوونځي چاودنې ټکان ورکړی و،  له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په مرکه کې وویل: « د سهار په ۹:۳۰ بجو موږ له ښوونځي څخه د وتلو په حال کې وو، چې له دروازې بهر ووتو، چاودنه وشوه. ما وليدل چې زما د ځينو ټولګيوالو لاسونه نه وو او زما د ټولګيوالو مخونه او جامې په وينو ککړ وو.»

نوموړی پخوانی حکومت او طالبان دواړه تورنوي چې د هزاره ګانو په ځانګړې توګه د کابل په لویدیځ کې د امنیت په تامین کې پاتې بولي.

د ټپیانو او مړو یو شمیر نور خپلوان د ایمرجنسي او محمد علي جناح روغتونونو مخې ته د ټپیانو لیدو او د خپلو خپلوانو د جسدونو ترلاسه کولو لپاره ځانونه رسولي وو.

د کابل لودیځ کې په کراتو ښوونځي او تعلیمي مرکزونه تر بریدونو لاندې راغلي

د افغانستان د ټولنیزو شبکو کاروونکو ترمنځ د یوې میرمنې انځور ډیر لاس په لاس کېږي چې  نموړې ښځې د دهمزنګ په چاودنه کې یې خپل میړه، لور یې د موعود ښوونیز مرکز چاودنه کې او خپل وروستي ماشوم زوی یې د سه شنبې ورځې چاودنه کې له لاسه ورکړی.

د ټولنیزو رسنیو ډیری کاروونکو ددغې مور انځور په خپلو پاڼو شریک کړی، د هغې سره یې خپله خواخوږي څرګنده کړې او په « هزاره ټبر» تنظیم شوي بریدونه یې غندلي.

په دغه چاودنه کې ټول قربانیان غیر نظامیان دي

ځینو خبریالانو راپور ورکړی چې یو پلار خپل درې ماشومان ددغه ښوونځي په چاودنه کې له لاسه ورکړي دي.

د کابل په لویدیځ کې چاودنې په کور دننه او بهر پراخ غبرګونونه راپارولي دي. جاوید مالک ورځپاڼه لیکونکی پر خپل فیسبوک پاڼه لیکلي: «دا مهمه نده چې څوک په واک کې دي، نسل وژنه دوام لري.»

د کابل لوېدیځ یو شمېر اوسېدونکو د «شهید عبدالرحیم» لېسې شاته کوڅه کې د پېښې د قربانیانو د یاد او درناوي لپاره شمعې بلې کړې. د پروګرام تنظیمونکو ټینګار وکړ چې د پوهې لاره به دوام مومي.

د پرونۍ خونړۍ پېښې په غبرګون کې د کابل په لویدیځ کې د تعلیمي مرکزونو اتحادیې تر بلې خبرتیا پورې زده کړې ځنډولي دي.

کابل ښار کې د شهید عبدالرحیم ښوونځی یو له لویو ښووځیو څخه شمیرل کېږي

تند چلند

د پخوانیو حکومتي ځواکونو بر خلاف، طالب ځواکونو د یو شمېر ټپیانو او خپلوانو سره له تاوتریخوالي ډک چلند کړی دی. په یوه ویډیو کې یو طالب جنګیالی لیدل کیږي چې د محمد علي جناح روغتون مخې ته د یوه ټپي خپلوان په څپیړو وهي.

په ټولنیزو رسنیو کې د پوهنتون د یوه محصل ویډیو هم خپره شوې، چې ادعا کوي طالبانو دوی ته د کابل لوېدیځ کې د محمد علي جناح روغتون داخل ته اجازه نه ورکوله چې ټپیانو ته وینه ورکړي. دی وایي: «زما ورور د شهیدعبدالرحیم په لېسه کې زده کوونکی و او ښه خبره ده چې چاودنه کې یې زیان  ندی لیدلی. زه روغتون ته راغلی یم چې د اړتیا په صورت کې ټپیانو ته وینه ورکړم. خو طالبانو یو کس چې روغتون ته یې د ننوتو هڅه کوله په څپیړه وهلی. کله چې جمهوري نظام شتون درلود، موږ به خپل غږ پورته کوه ، خو د امارت پر مهال دا کار هم نشو  کولای.:»

دغه میرمنې خپل میړه په دهمزنګ چاودنې، لور د موعود چاودنې او خپل ورستي زوی د سه شنبې ورځې چاودنه کې له لاسه ورکړي دي

د طالبانو له خوا تند چلند خبریالان او د رسنیو تصویر اخیستونکي هم ځورولي. ویل کېږي چې د پېښې د پوښښ پر مهال یو شمېر خبریالان له لفظي او فزیکي پلوه ځورول شوي. د خبریالانو په وینا د طالبانو له خوا د چاودنو پوښښ سخت محدود شوی دی. واک ته د طالبان رسیدو سره د رسنیو فعالیت سخت ګډوډ شوی دی.

روح الله نوري په خپل فیسبوکي حساب یوه ویډیو خپره کړه چې پکې لیدل کېږي یو طالب جنګیالی په ډیره تونده لهجه د میموري کار غوښتنه کوي:« ما غوښتل چې د شهید عبدالرحیم لېسې د چاودنې د ځای عکس واخلم. له بده مرغه طالبانو پر ما برید وکړ. هغوئ په زوره زما میموري کارت واخیست او له ځانه سره یې یووړ.»

کابل لویدیځ کې د سه شنبې ورځې قربانیانو ته د درناوي په پار د شمعو روښانول

د طالبانو غبرګون

د طالبانو سرپرست حکومت ډاډ ورکړی چې د کابل په لوېدیځ کې د چاودنو له عاملینو سره به جدي چلند وشي.

د طالبانو د ویاند مرستیال انعام الله سمنګاني پر ماشومانو برید «ډیر دردونکی» او «خواشینوونکی» وباله او ویې ویل، چې طالبان د داسې پیښو د تکرار مخنیوي لپاره د عاملینو د نیولو او دوی ته سزا ورکولو ته ژمن دي.

یو شمېر پوځي کارپوهان په دې باور دي چې طالبان د چاودنو او ځانمرګو بریدونود مخنیوي توان نه لري او وېره شته چې دا ډول بریدونه زیات شي. خو یو شمېر هېوادوال د اوسني وضعیت پړه پر طالبانو اچوي، چې د پرله پسې جګړو له لارې یې په هېواد کې د «ترهګرو» ډلو شتون ته لاره هواره کړې ده.

د کابل په لوېدیځ کې د نننیو چاودنو مسوولیت تر اوسه کومې ډلې یا کس پر غاړه نه دی اخیستی، خو داعش څو ځله د داسې بریدونو مسوولیت منلی دی.

د دشت برچي په سیمه کې پر ښوونځیو او تعلیمي مرکزونو هدفي بریدونه مخیني نه دي. تېر کال ثور په ۱۸مه د «سید الشهداء» په لېسه کې چاودنې تر سلو ډېر زده کوونکي ووژل او لسګونه نور یې ټپیان کړل.

تر دې پېښې مخکې په دې سیمه کې د « موغود» او «کوثردانش» تعلیمي مرکزونه د یو لړ چاودنو موخه ګرځیدلي وو.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه