کندهار ولایت کې ۵۰ بې سرپرسته میرمنې کم تر کمه ټول ښار ته ډوډۍ پخوي

انځور: اطلاعات روز خبریال

لوی کندهار کې د اطلاعات روز خبریال

اطلاعات روز: د کندهار ښار یوې نانوایي کې ۵۰ بې سرپرسته میرمنې د کور سرپرستۍ تر څنک هره ورځ ښاریانو ته څه باندې ۵۰۰۰ ډوډۍ پخوي.

د عزيزي ګروپ په نوم دغه نانوايي چې د کندهار ښار په مرکزي برخه کې فعاليت کوي اوس مهال د نارينه کارکوونکو تر څنګ پنځوس ښځېنه کارکوونکې هم پکې د ډوډۍ پخولو دنده پر مخ وړي.

هغه ښځېنه کارکوونکې چې په دې کارځای کې کار کوي وايي، اقتصادي ستونزې يې دومره ډېرې دي چې په ويلو یې ستړې کېږي.

د نانوايي دغه ښځينه کارکوونکې د سهار له اذانو سره يو وخت خپلو دنده ته ستنېږي او بيا د مازدیګر تر څلورو بجو هلته کار کوي تر څو د خپل کورنۍ له پاره نفقه برابره کړي.

ددغه نانوایي ښځینه کارکوونکې وایي د اقتصادي ستونزو له امله دلته کار کوي

۵۰ کلنه صابره چې اوس وخت په همدې نانوايي کې کار کوي اطلاعات روز ته وویل، د ورځې له څلور څخه بيا تر پنځه غالبه ( قالب) ډوډۍ پخوي او د هر غالب پر سر تقريباً دې ته پنځه دېرش افغانۍ ورکول کېږي.

د صابرې په وينا، اوس مھال د کورنۍ سرپرستي د هغې په غاړه ده او کله چې له کوره څخه راوځي بيا کور ته تر ستنېدو پورې ټول ماشومان او خاوند يې د‌ هغې د لاس ګټې ته په تمه وي.

دې وويل، خاوند يې يو نيم کال وړاندې د امريکايي ځواکونو له خوا په چپه پښه وېشتل‌ شوی او اوس د کار کولو نه دی.

صابره وايې، زړه يې دېر درد کوي خو چاته يې نه شي بيان کولای ځکه له ژوند څخه ډېرې بې خونده خاطرې لري.

هغې وويل، کله چې خپل کور ته ستنېږي ډېره خفه وي ځکه سرپرست نه لري او د کور ستونزې بايد په يوازې سر حل کړي.

د‌‌ دې په وينا، هغه وخت چې له کور څخه تر خپل کار ځايه ځي د طالبانو امنيتي کسان يې راګرځوي او پوښتنې ترې کوې چې چېري ځې او څه کوې.

دغه میرمن وایي، د کور سرپرستي په غاړه لري او خاوند یې معیوب دی

صابره د خپل ژوند په اړه داسې وايې، « پوروړې يم، در به دره يم، اقتصادي ستونزو دې ته اړه کړې يم چې دلته کار وکړم، خاوند مي يو نيم کال وړاندې امريکايانو په چپه پښه ويشتی، اوس په يوه پښه تګ کولای شي، په کور کې مې څوارلس کسان لاس ته کوري، په دا فرض روژه کې نه د روژه ماتي له پاره څه لرو او نه هم د پېشلمي له پاره خو بس الله پاک يو ګوله وچه ډوډۍ راته رسوي.»

د هغې په خبره، کورنۍ مې سپین ږیري سړي ته واده کړې یم او اوس هغه ټپي حالت کې  پر کور ناست دی.

دا وايې، يو زوی يې معلم دی خو په وينا يې د هغه معاش لا تر اوسه ندی حواله شوی ځکه تمه نه ورته لري.

په کاريګرو مېرمنو کې د بې بې فاطمې په نوم يوې بلې ۴۶ کلنې مېرمنې اطلاعات روز ته وويل، چې دلته له کار کولو څخه ډېره خوشحاله ده مګر کومې پيسې چې په دې نانوايي کې تر لاسه کوي خپل اقتصادي مشکلات نه شي پرې حل کولای.

بې بې فاطمه وايي، چې پخوا يې خياطي درلوده خو مجبوره شوه چې له خياطۍ سره مخه ښه وکړي ځکه ډېر کله به چهار زانو ناسته وه او له هغې ناستې ورته د پښتورګو ناروغي پيدا شوه.

بې بې فاطمې وويل، مشر زوی یې په پخواني افغان پوځ کې دنده لرله او د تېرکال په داخلي جنګونو کې يې له لاسه ورکړی د هغې په وينا چې،  خاوند يې اوس په رواني ناروغۍ اخته دی نو ځکه دا اوس دلته ډوډۍ پخوي.

بي بي فاطمه وایي، افغان پوځ کې د زوی تر وژل کیدو وروسته د یوې مړۍ ډوډۍ پیداکولو لپاره خپله لاس پکار شوه

دا وايي، پخوا یې زوی د کور ټول مصرف په غاړه اخيستی و خو کله چې هغه مړ شوی اوس بل څوک نه لري څو له هغې سره د کور په چارو کې مرسته وکړي.

دې وويل، د زوی مرګ یې ورڅخه ټولې لارې ورکې کړي او نه پوهېږي چې کومه لاره وټاکي تر څو له دغو مشکلاتو څخه خلاصون ومومي.

دا وايي، کار ډېر کوي ستونزې يې ډېرې دې خو پيسې لږ تر لاسه کوي.

بي بي فاطمه وايي، که مرستندويه ادارې ورسره مرسته ونه کړي د دې نانوايي په ګټلو پيسو دا خپل مشکلات نه شي حلولی.

نموړې زیاته کړه، « مرستندويه سازمانونه راشي نومونه مو وليکي بېرته ورک شي، دولت توجه نه راته کوي، دغه اوس په روژه کې زموږ په کور کې غوړي خلاص شول خو موږ چا ته د شرمه ندي ويلي، د چا څخه ګيله نه کو ځکه خپلو دوستانو مو لا مخ راڅخه ګرځولی، تر روژې د مخه يو ډول سختۍ راباندې تېري شوې او په دا روژه کې بل رقم سختۍ راباندې تېريږي.»

د بې بې فاطمې په خبره، هغه پيسې چې دې ته په لاس ورځي يوازې او يوازې د هغې کوچني ضرورتونه لکه بوره، مایع ګاز، غوړي او قطغ پوره کوي.

زلیخا چې تر اوسه يې د ۱۵ کلنۍ عمر لا ندی پوره کړی اطلاعات روز ته وويل، دلته خپل د مور سره په چارو کې مرسته کوي.

دې وويل، پلار يې موټروان دی، خو دوی ته يې کومه ګټه نه رسېږي، نو ځکه دلته هره ورځ راځي او له خپلې مور سره مرسته کوي.

کم عمره زلیخا د خپلې مور سره د ډوډۍ پخولو کې مرسته کوي

پنځلس کلنه زلیخا وايې، غواړي چې ډېر تعليم وکړي او په راتلونکي کې ډاکټر ترې جوړه شي.

د هغې په وينا، « زه غواړم چې طالبان د تعليم اجازه را کړي ځکه زه غواړم چي ډاکټره راڅخه جوړه شي او ډېر پرمختګ وکړم.»

د عزيزي ګروپ مرستال هدايت الله عزيزي اطلاعات روز ته وويل، په دغه کارخونه کې څه کم ۱۰۰ تنه نارينه او ښځينه په دنده ورسره بخت دې.

عزيزي وويل، « اوس وخت زموږ له پاره پنځوس ښځې ډوډۍ پخوي، پنځلس تنه نارينه دغه دوډۍ تر مشتريانو رسوي، لس کسه خمير جوړوي، پنځه کسان دغه ډوډۍ بيرته پاکټونو ته اچوي څو تر مشتريانو پوري په پاک ډول ورسېږي، اوس وخت خو په دغه شمير کسان راسره بوخت دي کېدای شي چې په راتلونکي کې دغه شمېر دوه چنده کړو ځکه په بازار کې تقاضا ډېره ده او خلک زموږ توليد خوښوي.»

د عزيزي په وینا، دوی د ښځېنو د نانوايي په برخه کې شاوخوا ۱.۵ ميليونه افغانۍ پانګونه کړې ده او هيله يې وښودله چې په دې برخه کې به نوره پانګونه هم وکړي.

د نانوايي مسول وايي، ۵۰ ښځې او ۵۰ نارینه ورسره کار کوي

دی زیاتوي، د اوس له پاره دوی د ښځېنه نانوايي، خياطي سنټر، سوپر مارکیت، او کالا شويي په برخه کې پانګونه کړې.

دی وايې، هر څومره چې يې اقتصادي ستونزې ژر حل شي هغومره به نوره سرمايه ګذاري وکړي تر څو بېکاره کسان پر کار شي.

عزيزي غوښتنه کوي، چې نړيوال موسېسات دې د دوی ملاتړ وکړي ترڅو نورو ښځېنه و ته هم د کار زمينه برابره شي او د خلکو د اقتصادي ستونزو ګراف را ټیټ شي.

په‌ ورته وخت کې د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونه هم د دې اقدام ستاينه کوي او وايې چې دوی به يې تر خپل وس او توان ملاتړ وکړي او د ستونزو د حل لپاره به يې کار وکړي.

د طالبانو راتګ سره افغانستان کې بې کاري زیاته شوې او په دولتي ادارو کې د ښځو پر کار کولو بندیز لګیدلی دوی مجبوره دي چې د کورنۍ ستونزو حل کولو لپاره سخت کارونو ته لاس واچوي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه