د پاکستاني پوځ بریدونه؛ د طالبانو سرپرست حکومت کابل کې د پاکستان سفیر احضار کړ

انځور: طالبانو بهرنیو چارو وزارت

د طالبانو سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت پر خوست او کونړ ولایتونو د پاکستان هوایي بریدونه غندلي او په دې اړه یې کابل کې د پاکستان سفیر احضار کړی دی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت نن ( شنپه ۲۷ د وري) په یوې اعلامیه کې ویلي چې په دغه ناسته کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي او د دفاع وزارت مرستیال ملا شیرین اخند په خوست او کونړ کې د پاکستان هوایي بریدونه غندلي او د بیا تکرار د مخنیوي غوښتنه یې کړې.

متقي زیاته کړې: « ددغه ډول نظامي تخطیو مخنیوی دې وشي او دا ډول پیښې د دواړو هیوادونو اړېکي ترینګلې کوي چې ددې ترینګلتیا څخه د دواړه هیوادونو بدخواهان ناوړه ګټه پورته کوي او بدې پایلې به ولري.»

د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې په دې اړه یې د پاکستان سفیر منصور احمد خان ته خپل اعتراضیه لیک سپارلی ترڅو یې خپلو مشرانو ورسوي.

پاکستاني پوځیانو د افغانستان خوست او کونړ ولایتونه کې په مرزي نقطو هوایي او توپچي بریدونه کړي.

د کونړ ولایت سیمه ییزې سرچینې وايي، د دغه ولایت په شلتن ولسوالۍ کې د پاکستاني توپچي بریدونو له امله د یوې ښځې او پنځو ماشومانو په ګډون شپږ تنه وژل شوي دي.

همدارنګه د خوست څخه سرچینې وایي، چې پاکستانی پوځیانو ددغه ولایت په سپېرې ولسوالۍ کې څلور کلي بمبارې کړې.

خوست کې د طالبانو امنیه قومندانۍ ویاند مستغفرګربز اطلاعات روز ته وویل چې په څلورو کليو «مندته»، «اميرسپر»، «پڅې میلې» او« شکوڼي» باندې هوايي بمبار شوی دی.

ښاغلي ګربز زیاته کړه چې په برید کې مرګ ژوبله هم اوښتې ده. خو تراوسه دقیق معلومات نشته.

یوې ځايي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط اطلاعات روز ته وویل چې د خوست په برید کې لږ تر لږه ۲۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

پاکستاني چارواکو تر دمه په دې اړه څه ندي ویلي.

په ورته وخت کې ویل شوي چې پاکستان په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت لپاره د طالبانو شارژدافیر احضار کړی دی.

پاکستان ادعا کوي، چې په شمالي وزیرستان کې د پاکستاني پوځیانو پر پوستو د پاکستاني طالبانو وروستی برید، چې اووه کسان په کې ووژل شول، د افغانستان له خاورې څخه شوی دی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه