ارزګان کې يو کس لس ګونه کونډو ميرمنو ته د کار زمينه برابره کړې

په ارزګان کې يو کس په خپل شخصي لګښت ۶۵۰ هغو ميرمنو ته د کار زمينه برابره کړې چې د کورنۍ سرپرستي په غاړه لري.

د اغاشيرين په نوم دغه کس وايي له تيرو ۵ کلونو راهیسي يې دغه پروسه پېل کړې چې تر دا مهاله ورسره ۶۵۰ میرمنې کار کوي.

اغاشيرين د ترينکوټ ښار په يوه مارکيټ کې د لاسي غاړو کاروبار کوي. دی وايي، ټولو میرمنو ته د کار په بدل کې ورځینۍ مزدوري ورکوي.

هغه وايي ددغه میرمنو سره ترلاسه شوې ګټه نیمایي کوي او د هرې لاسي غاړې په بدل کې۵۰۰ افغانۍ میرمنو ته ورکوي او ۵۰۰ خپله اخلي.

نموړی وايي هره مياشت په دغه کار د خپلې کورنۍ لپاره ۲۵ زره افغانۍ ګټي.

ده وويل چې ديادو ښځو په لاس جوړې شوې لاسي غاړې له هېواد څخه بهر هم ځي او بهر ميشتي افغانان يې اخلي.

دده په خبره دغه دوکان ته د ورځې لسګونه میرمنې راځي او د کار غوښتنه کوي.

زر بي بي او ګلانه دوه هغه ميرمنې دي چې غواړي له دغه دوکان څخه دغاړو او ګنډونو لپاره تاييد ترلاسه کړي او وروسته کار ته دوام ورکړي.

دغه ميرمنې اطلاعات روز ته وویل، تردې وړاندې يې هم په دغه دوکان کې مزدوري کړې او په خبره يې له دې ځایه یې خپلو اولادونو ته ډوډۍ پیدا کړې.

دوی وويل چې په افغانستان کې د طالبانو له واک ته رسيدو وروسته دوی له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ شوې اوس اړې دي څو په لږ پیسو هم کار وکړي.

يادي ميرمنې وايي د مجبوري له امله دغه سخت کار کوي او که دغه ډول کار ونه کړي ويريږي چې اولادونه به یې د لوږي څخه مړه شي.

پر افغانستان د طالبانو له واک ته رسيدو ورسته په ټول هېواد کې خلک د سخت فقر او غربت سره مخ دي او ډيرې کورنۍ د سهار او ماښام ډوډۍ نه لري.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه