ننګرهار خلک د بې کیفیته او تاریخ تېره توکو پېر او پلور څخه شکایت کوي

اطلاعات روز: ننګرهار خلک شکایت کوي چې جلال اباد ښار کې د روژې مبارکه میاشت کې د تاریخ تیره او بې کیفیته خوراکي توکو پیر او پلور زیات شوی.

عام خلک وایي، د روژې میاشتې په پیل سره د جلال اباد ښار په ټولو واټونو کې د بې کیفیته او تاریخ تیره خوراکي موادو بازار ګرم دی.

د جلال اباد ښار یو اوسیدونکي جان ګل اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، ډېری خلک په یاده برخه کې د عامه پوهاوي د نشتون له امله ډیر کله تاریخ تیره او بې کیفیته خوراکي مواد اخلي، چې له کارولو وروسته یې روغتیا خرابیږي.

جان ګل زیاته کړه:«د روژې په میاشت کې د ښار هره برخه کې وګورې بس خوراکي مواد لکه اچار، مشروبات، ملایي او نور خوراکي مواد چې خلک ورته ډیره اړتیا لري نو پیر او پلور یې زیات شوی دی. ډیر خلک مالومات هم نه لري چې تاریخ تیره او بې کیفیته توکي وپيژني چې له خوراک وروسته یې زیاتره کورنۍ ناروغه شوې هم دي، نو د ښاروالۍ نه غواړو، چې د یادو توکو مخنیوی دې وکړي.»

 د جلال اباد ښار یو بل اوسیدونکي الله نظر اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې ویې ویل، خلکو ته په کار ده چې د توکو  اخیستو پرمهال ډېر پام وکړي او هڅه دې وکړي، چې تاریخ تیره او بې کیفیته خوراکي توکي وانخلي.

الله نظر زیاتوي:« ښاروالۍ ته خو لازمه ده چې په ښار کې دبې کیفیته توکو مخه ونیسي او ترڅنګ یې دوکاندارانو ته هم په کار ده، چې په خلکو دې یاد بې کیفیته خوراکي توکي نه پلوري او ترڅنګ یې خلکو ته هم لازمه ده، چې د خوراکي توکو د اخیستو پرمهال دې تاریخ ته پام وکړي او یا دې له بل چا پوښتنه وکړي.»

 بل لور ته د ښاروالۍ مسولین بیا په جلال اباد ښار کې د تاریخ تېره او بې کیفیته توکو پر وړاندې د کمپاین خبر ورکوي.

جلال اباد کې دطالبانو د ښاروالۍ ویاند بختي جان مراد اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، یاد کمپاین یې له روژې وړاندې پیل کړی، څو د یادو توکو مخنیوی وکړي.

نوموړی وایي، که هټیوال د بې کیفیته توکو له پیرو  او پلور لاس وانخلي د یاد کمیسیون له جدي چلند سره به مخ شي.

مراد زیاتوي:« د جلال اباد ښاروالۍ په ښار کې له روژې وړاندې یو کمیسیون جوړ کړی او دنده یې دا ده، چې په ښار کې  د بې کیفیته او تاریخ تیره خوراکي توکو مخنیوی وکړي او دا کمیسیون په اوونۍ کې دوه ورځې یک شنبه او چهارشنبه په ښار کې نظارت کوي او ډیرې لاسته راوړنې هم لري.»

په یو شمېر نورو هېوادونو کې د روژې مبارکې میاشتې په راتګ سره د هټیوالو له لوري ځانګړي تخفیفونه اعلانېږي، خو برعکس بیا په افغانستان کې هټيوال د خلکو له مجبوریته ګټه اخلي او پر دوی بې کیفیته او تاریخ تېره خوارکي توکي پلوري، چې د دیني عالمانو په خبره ګټه یې حرامه ده.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه