اطلاعات روز: هلمند کې د طالبانو چارواکي وايي دوی په دغه ولايت کې ۴۱ هغه دوکانونه او تجارتي مارکيټونه تړلي چې د بريښنا له درکه پوروړي ول او بېلونه یې نه وو تحویل کړي.
هلمند ولايت کې د طالبانو د اطلاعات او فرهنګ ریاست څخه اطلاعات روز ته په راليږل شوې خبرپاڼه کې راغلي دوی په مرکز لښګرګاه او ګرشک ولسواليو کې هټۍ او تجارتي مارکيټونه تړلې دي.
خبرپاڼه وايي د بريښنا د نه تحويل له امله ۳۸ دوکانونه او ۳ تجارتي مارکيټونه یې تړلي دي.
طالبان وايي، چي دا دوکانونه به تر هغه وخته تړلې وي ترڅو د برېښنا بیلونه یې خلاص کړې نه وي.
واک ته دطالبانو رسيدو وروسته دوی په ګڼو ولایتونو کې د بريښنا د نه ورکړې له امله خلک جرمه کړې دي.
