اطلاعات روز: په پکتيا ولايت کې د «پکتيا غږ» په نوم يوې محلي رسنۍ د اقتصادي ستونزو له امله خپل نشرات ځنډولې دي.
د دغې راډيو نشراتي مسوول ذبيح الله ايوبي اطلاعات روز ته وويل، چې په راډيو کې يې د کېدونکو مصارفو توان نه درلود نو ځکه مجبور شول، چې نشرات بند او خپل کارمندان رخصت کړي.
په همدې حال کې بيا د پکتيا ولايت لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ريس خالقيار احمدزی هم د پکتيا غږ راډيو د نشراتو بندېدل تاييدوي او وايي، چې يادې راډيو د موقت وخت لپاره فعاليت و ځنډاوه.
دا په داسې حال کې ده، چې له دې وړاندې په پکتيکا ولايت کې د مېلمه په نوم يوې بلې محلي رسنۍ هم د اقتصادي مشکلاتو له وجې نشرات بند کړي و.
