طالبان وایي، کونړ کې یې د چار تراش لرګیو د قاچاق مخه نیولې

اطلاعات روز: کونړ کې طالب چارواکي وایي، دغه ولایت کې یې په تیرو څو میاشتو کې د زرګونه چارتراش لرګیو د قاچاق مخه نیولې ده.

کونړ کې د طالبانو والي محمدقاسم خالد تیره ورځ (سې شنبه، ۲۳ د وري) د یو خبري کنفرانس پر مهال ویلي د څو میاشتو په اوږدو کې یې زرګونه فوټه لرګی او لسګونه موټر هم له قاچاق وړونکو نیولې دي.

هغه دغه راز زیاتوي چې په دغه ولایت کې یې د صنعتکارانو په نوم د لرګیو مافیا مخه نیولې او د دوی کارونه یې په ټپه درولي.

د والي په وینا یادې مافیایي ډلې په تېرو څو لسیزو کې د کونړ ځنګلونه په بې رحمانه ډول پرې او لرګي یې قاچاق کړي دي.

خالد زیاتوي:« له کوم وخته چې مونږ کونړ ته راغلي یو، دلته مو ځنګلونو د قطع مخه نیولې او همدارنګه دلته د صنعتکارانو په نامه د لرګیو مافیا فعاله وه، چې په تیرو څو کلونو کې یې دکونړ ځنګلونه وهلي او بیا یې قاچاق کړي دي، خو مونږ ددې مافیا مخه نیولې.»

 کونړ کې د نجارۍ لسګونه لوې او کوچنۍ کارخونې شتون لري، چې له تیرو څو لسیزو یې یاد ولایت کې د لرګیو د پروسس برخه کې فعالیتونه کول، خو د تیر جمهوري نظام له نسکوریدو وروسته یې یادې کارخونې طالبانو تړلي او ویلي يې دي، چې دغو کارخونو د قاچاق لپاره زمینه برابره کړې وه.

د هیواد نورو سیمو په شان د کونړ ځنګلونه هم په تیرو څو کلونو کې د مافیایي ډلو له لوري په بې رحمۍ پرې شوي او لرګي یې ګاونډیو هیوادونو ته قاچاق شوې دي.

د کونړ د کرنې ریاست د معلوماتو له مخې، د دغه ولایت ۴۰ سلنه ځنګلونه له منځه تللي او که حکومت ورته پاملرنه ونه کړي پاتې نور هم د له منځه تلو له ګواښ سره مخ دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه