اطلاعات روز: په کندهار ولایت کې له ۳ زره بې وزلو او غريبو کورنيو سره د خوراکي توکو د ویش لړۍ پيل شوه.
د مرستو دغه لړۍ چي د يک شنبې په ورځ د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رياست پيل کړې د يوې مېاشتې په جريان کې به پر ۳ زره اړمنو او بې وزله کورنيو باندې خوراکي توکي ووېشي.
کندهار ولايت کې د طالبانو د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رییس ملا حمد الله وارث اطلاعات روز سره خبرو کې وویل، د دې مرستو لړۍ يې د کندهار ولايت مقام په همکارۍ پيل کړې او د يوې مېاشتې په جريان کې به هر ورځ له ۲۵۰ څخه بيا تر ۳۰۰ کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته وکړي.
مولوي وارث وويل، دا مرستې په کندهار ښار کې د دې ولايت د خلکو تر څنګه د نورو ولايتونو څخه راکډه شوي خلکو سره هم وشي.
د مولوي وارث په خبره، دا لړۍ په ډېره شفافه توګه پر مخ روانه ده او په دغه مرستو کې څلور قلمه خوراکي توکي لکه غنم، وریجې، بوره، او دال نخود شامل دي چي پر ۳ زرو اړمنو کورنيو به ووېشل شي.
هغه وویل:« دا مرستې که څه هم څلور قلمه دې خو تر ډېره حده د غريبانو او ناچاره خلکو اړتياوې ور پوره کوي، او بيا موږ کوښښ کو چې نورې مرستې هم د دوی له پاره پيدا کړو ترڅو د فقر او غربت درجه را ټيټه شي.»
دی وايې، په راتلونکي کې دوی پلان لري څو ولسواليو ته سفرونه وکړي او هلته سروې ګانې تر سره کړي چې وپوهيږي څومره کسان هلته مرستو ته اړتیا لري او په کومه اندازه مرستې بايد ورسره وشي.
په ورته وخت کې ځاي اوسېدونکي هم د دې مرستو پر وېش خوښي څرګندوي او د لا ډېرو همکاريو غوښتنه کوي.
د عبدالبصير په نوم يو کس چې د دغو مرستو څخه برخمن شوی اطلاعات روز ته وويل، ډېر خوشحاله دی چې مرسته ورسره وشوه ځکه د روژې په مېاشت کي غريبۍ او بې وسۍ سخت ځپلی و.
دی وايې، په کور کي يې د خوړلو له پاره څه نه درلوده او اوس چې دا مرستې ورسره وشوې د خدای ډېر شکر ګذاره دی.
د يادونې وړ ده چي د مرستو دا لړۍ د تېرې یکشنبې په ورځ پيل شوې او د همدې میاشتې تر پايه پورې به دوام وکړي.
