د ایران بهرنیو چارو وزارت تهران کې د افغانستان سفارت شارژدافیر احضار کړ

د ایران د بهرنیو چارو وزارت، په کابل کې د ایران پر سفارت او په هرات کې یې پر کونسلګرۍ د بریدونو په اړه سخته نیوکه کړې او په تهران کې یې د افغانستان د سفارت سرپرست احضار کړی دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د خبر پاڼې له قوله، ددغه وزارت د سویلي اسیا د چارو عمومي مشر د ډیپلوماتیکو ماموریتونو د امنیت  تامین د دولتونو مسوولیت یاد کړی او د ایران پر استازولیو د برید کوونکو پر وړاندې یې د قانوني چلند غوښتنه کړې.

همدارنګه د ایران د بهرنیو چارو وزارت د سویلي اسیا عمومي رییس د افغانستان د سفارت شارژدافیر ته خبر ورکړی چې په افغانستان کې د ایران استازولیو کونسلي برخو تر بلې خبرتیا پورې خپل فعالیت درولی تر څو د افغانستان له لوري د ایران د استازولیو د امنیت ډاډ ترلاسه شي. په تهران کې د افغانستان د سفارت شارژدافیر د پخواني حکومت ډیپلوماټانو څخه دی چې اوس مهال د طالبانو د بهرنیو چارو له وزارت څخه هدایت اخلي.

په ایران کې د افغان کډوالو سره د زور زیاتي ډکې ویډیوګانو او انځورونو په غبرګون کې یو شمېر افغانانو پرون (دوشنبه، ۲۲ د وري) کابل او هرات کې د ایران  سفارت او کونسلګرۍ مخې ته لاریون وکړ.

په هرات کې اعتراض کوونکو د ایران د کونسلګرۍ دروازې ته اور ورته کړ او پر ودانۍ یې ډبرې وویشتلې.

ددغه د لاريون په اړه خپاره شوي عکسونه ښيي چې يو شمېر لاريون کوونکي د ايران کونسلګرۍ د امنيتي کمرو دغیر فعالولو هڅه کوي.

تر دې مخکې د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند سعید خطیب زاده، دغو اعتراضونو ته په غبرګون کې ویلي وو چې د دیپلوماتیکو تاسیساتو د امنیت ټینګښت د طالبانو « پریکنده» مسوولیت دی.

هغه په ​​یوه بیانیه کې ټینګار کړی چې: « په هرات او د افغانستان په نورو ښارونو کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفارت او کونسلګریو امنیت باید په بشپړه توګه خوندي شي او د دغو استازولیو د خوندي فعالیت لپاره لازم ضمانتونه ورکړل شي.»

په دا وروستیو کې پر خواله رسنیو داسې ویډیي کلیپونه خپاره شوي چې په ایران کې افغان کډوالو سره د ځینې کسانو زور زیاتی ښيي. ددې ویډیو ګانو وخت معلوم ندی، خو له هغه مخکې په ټولنیزو رسنیو کې په پراخه کچه داسې راپورونه خپاره شول چې ایراني چارواکو په مشهد کې پر دریو دیني عالمانو د برید عامل یو بهرنی وګړی اعلان کړ. خو ایراني رسنیو د برید کوونکي د هویت له څرګندولو ډډه کړې ده. خو ویل کیږي چې دغه کس له افغانستان څخه ایران ته داخل شوی دی.

په کابل کې د ایران سفارت د افغان کډوالو سره د ناوړه چلند خبره ردوي او وايي، چې خپاره شوي کلیپونه د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د خرابوالي او په افغاني ټولنه کې «د ایران په هکله د ویرې» را پارولو په مقصد جوړ شوې دي.

طالب چارواکو تر دې مخکې ویلي وو، چې دوی په کابل کې د ایران سفیر د ویډیوګانو په تړاو احضار کړی دی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه