پکتیکا وړممۍ اوسېدونکي: روغتیايي خدمتونه مو په نشت حساب دي

انځور: اطلاعات روز خبریال

د پکتیکا ولایت د وړممۍ ولسوالۍ اوسېدونکي په روغتیا برخه کې له شته ستونزو شکایت کوي او وايي، په سیمه کې یې یواځینی تش په نوم روغتیايي مرکز فعالیت کوي، چې د دوی په وینا هغه هم د درملو او ډاکټرانو له کمښت سره مخ دی.

د دغې لېرې پرتې ولسوالۍ اوسېدونکی محمد ظاهر اطلاعات روز ته وویل، چې په تېرو دوو لسیزو کې جګړو نه یوازې له پرمختګ غورځولي، ترڅنګ یې د تېر حکومت له هر ډول امتیازاتو هم بې برخې و.

ظاهر زیاتوي، چې په سیمه کې یې یواځنی روغتیايي کلینک فعالیت کوي، چې د نوموړي په وینا هغه هم د درملو له کموالي سره مخ دی.

هغه په دې اړه وايي: « مونږ دلته له سختو ستونزو سره مخ یو، سړک نه لرو، مکتبونه مو نشته چې ماشومان په کې درس ووایي او بله مهمه اړتیا هغه د روغتون ده. مونږ دلته یو کلینک لرو، چې نه په کې درمل شته او نه هم داسې مسلکي ډاکټر چې د ناروغانو په سمه توګه درملنه وکړي. په تېر حکومت کې له هر ډول امتیازاتو بې برخې و او زمونږ حق به نورو ولسوالیو ته ورکول کېده.»

د یادې ولسوالۍ قومي مشر پل شاهي مردان هم په روغتیا برخه کې د خلکو ستونزې جدي بولي او د طالبانو له حکومت غوښتنه کوي، چې روغتیايي مرکز ته یې د ډاکټرانو ترڅنګ کافي درمل هم ورکړي.

نوموړي وویل، چې دوی اوس په خورا ستونزمن حالت کې خپل ناروغان تر مرکز ښرنې انتقالوي.

مردان وايي: «تاسو باور وکړئ، چې مونږ دلته داسې ژوند کوو، چې د حیوان لپاره هم مناسب نه دی، ځکه روغتون کې هیڅ نه لرو. د عادي ناروغ چې په سر هم درد شي د هغه لپاره درمل نه وي او که شدید ناروغ پیښ شي، نو بیا یې ښرنې ته وړو، چې ډېرو ناروغانو په لاره کې ساه ورکړې او ځای ته مو نه دي رسولي.»

د وړممۍ محلي طالب چارواکي هم نفوسو ته په کتو په روغتیا برخه کې شته امکانات کافي نه بولي او وايي، د خلکو شته ستونزې یې له مرکزي مسوولینو سره شریکې کړې دي.

د دې ولسوالۍ امنیه قومندان محمد داود الفت اطلاعات روز ته وویل، چې د وړممۍ خلک نه یوازې په روغتیا برخه کې له ستونزو سره مخ دي، بلکې د لارې خرابوالي، مخابراتي خدمتونو نشتون او پوهنې برخو کې هم له ګڼو مشکلات سره لاس او ګرېوان دي.

قومندان وویل: «دلته د وړممۍ اوسېدونکي په خورا بد وضعیت کې ژوند کوي، دوی نه یوازې چې په روغتون کې ورته اسانتیاوې نه دي برابرې شوي، بلکې لاره یې خرابه ده، ښوونځي نشته چې ماشومان یې درس په کې ووايي او بل دلته خلک مخابراتي خدمتونو ته هم لاس رسی نه لري. مونږ په مرکز کې له ولایتي چارواکو سره هم دغه ستونزې شریکې کړې دي.»

په همدې حال کې بیا د پکتیکا لپاره طالب مسوولین هم د ځايي خلکو ستونزې نه ردوي، خو وايي، چې له تېرو څو میاشتو راهیسې یې د وړممۍ په ګډون ځینو لرې پرتو ولسوالیو ته په روغتیا برخه کې ځانګړې پاملرنه شوې ده. 

په دې اړه د دغه ولایت د طالبانو د والي مرستیال محب الله حماس وویل: «مونږ دا منو، چې په تېرو دوو لسیزو کې د وړممۍ، تروې، وازیخوا او ځینو نورو ولسوالیو اوسېدونکو ته پام نه دی شوی، خو د اسلامي امارت په راتګ په تېرو څو میاشتو کې مونږ وکولی شوای، چې دغو ولسوالیو ته ځینې روغتیايي مرکزونه او هم ورته اړونده امکانات انتقال کړو.»

وړممۍ، تروې، وازیخوا او خوشامند د پکتیکا ولایت هغه ولسوالۍ دي، چې ځايي خلک یې د  روغتیا تر څنګ پوهنې او مخابراتي خدمتونو ته هم د پام وړ لاسرسی نه لري.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه