اقتصادي ستونزو هلمند ولايت کې محصلين دې ته اړ کړي چي زده کړې پریږدي

وحيد الرحمن افغانمل

فقر او غربت په هلمند ولايت کې د خصوصي پوهنتونونو محصلين دومره ځپلي او تر خپل اغېزې لاندې راوستلي، چي اوس زده کړې ورڅخه پاته شوې دي او د خپل اقتصادي مشکلاتو په حلولو بوخت دي.

د دې ولايت هغه محصلين چي په خصوصي پوهنتونونو کي زده کړې کوي وايې، فقر او غربت دې ته مجبوره کړي چي زده کړو ته شا کړي.

شمس الله چي په هلمند ولايت کې د یوه خصوصي پوهنتون د شرعیاتو د پوهنځۍ محصل دی اطلاعات روز ته وويل، اقتصادي ستونزو، بېکارۍ او سخت غربت دې ته اړ کړی څو خپل وروستی سمستر پریږدي او کار وکړي.

دغه ځوان محصل وايې، له خپل پوهنتون څخه یې يو کلن تعجیل اخیستی، څو وتوانيږي په راتلونکي کال کې بېرته خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.

د شرعیاتو د پوهنځي محصل وایي غربت دې ته اړ کړ چې د پوهنتون وروستی سمستر پریږدي

د‌ده په وينا، که حالت همداسې دوام وکړي او يو کال وروسته هم دی و نه توانېږي چې خپل زده کړو ته ور ستون شي، نو د زده کړو کولو ارمان به يې د تل لپاره پر زړه پاته شي او ايستلي زحمتونه به يې ټول له خاورو سره خاورې شي.

د شمس الله په خبره، « وروستي امتحان ته مو دوه هفتې وخت پاتې وو د پوهنتون ادارې خبر راکړ‌ څو فيس‌ ورته جمعه کړم، ترڅو هغوئ فراغت غونډې ته امادګي ونیسي، مګر زما اقتصادي وضيعت دومره ځپل شوی و، چي ځان ساتلو ته حیران وم بیا د پوهنتون فيس ادا کول  بېخي لېري خبره ده، نو ځکه دې ته اړ شوم چي پوهنتون له هغې ورځې څخه پرېږدم او يو کلن تعجیل ترلاسه  کړم.»

له زده کړو دغه بې برخې محصل وويل، اوس خو يې يو کلن تعجیل خط تر لاسه کړی دی، خو که دا کال هم د پخوا په ډول تېر شي نو د څلورو کالونو خواري به يې پر يو ځای وسوځي.

دغه راز عبدالحليم الهام چي د حقوقو د او سياسي علومو د پوهنځۍ محصل دی اطلاعات روز ته وايي، فقر، او ډېرو اقتصادي مشکلاتو دې ته اړ کړی څو خپل د خوښي پوهنځۍ پرېږدي.

دی وايې، له هغه وروسته چي اقتصادي ستونزو يې د زده کړو مخه ور ډب کړه، ډېر خفه شو او پر فیسبوک یې د خپل زړه حال بیان کړ او د  پوسټ وروسته د‌ هغه ټولې مړې شوې هيلې بيرته ژوندۍ شوې او د پوهنتون مسوولینو په وړيا ډول د محصل په حیث قبول کړ.

د حقوقو د پوهنځي یو محصل وايي، د پوهنځي فیس او د فراغت غونډې وس راسره نه وو نو ځکه یې پوهنتون پریښود

 الهام وايي،« د پوهنتون ادارې به د فيس غوښتنه کوله خو زما سره به فيس نه و، وروسته دغه فکر ورته پيدا شو چي فيس نه‌‌ لرم پوهنتون به پرېږدم، په هغه ورځ له پوهنتون څخه ډېر په مات زړه را ووتلم، ما فکر کوه چي بيا به په ژوند پوهتنون ته لاړ نه شم او دا ارمان به مي زړه کې همداسې پاتې شي، خو داسي ونه شول د پوهنتون مسوولینو زنګ راته ووهه او زه بيرته خپلو درسونو ته ستون شوم.»

د افغانستان د يو شمېر نورو ولايتونو تر څنګ په هلمند ولايت کې هم ډېر شمېر ځوانانو له بېلابېلو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګریوان دي او نه شي کولای چې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.

 په دې ولايت کې د خصوصي پوهنتونونو مسوولين وايې، چي تر خپل وس او توان يې له محصلينو سره مرسته کړې او ځانګړي تخفيفونه يې اعلان ته ورکړي دي.

د يو خصوصي پوهنتون مسوول چي نه غواړي نوم يې خپور شي اطلاعات روز ته وويل، په ډېرو پوهنتونونو کې له پنځوس څخه بيا تر شپېته سلنه تخفيف محصلینو ته اعلان شوی دی.

د خصوصي پوهنتونو مسوولین با وایي، ناچاره محصلینو ته یې ځانګړي تخقیفونه ورکړي دي

هغه وايي، که پخوا د يوه سمسټر فيس لس زره افغانۍ و اوس د ناچاره محصلینو له پاره څلور یا پنځه زره افغانیو ته راټيټ شوی دی.

 ده وويل، د پوهنتون مصارفو او مالي امکاناتو ته په کتو سره يې دغه فيس محصلينو ته اعلان کړی او له هغې جملې يې ځينې کسان بيخي په وړيا ډول په پوهنتونونو کې داخل کړي. 

د هغه له قوله، « که موږ وغواړو چې په عصري او پرمختللي ډول درسي خدمتونه محصلينو ته وړاندې کړو نو مجبوره يو چي ډير مصرف به ورته کو او دا بېرته زموږ له پاره په لوړه بيه تماميږي نو موږ بيا هم کوښښ کو چي پر دې سربېره بې وزله محصلين درک کړو او تر خپله وسه همکاري ورسره وکړو.»

د يادونې وړ ده چي د هلمند ولايت په شمول د هېواد په ډېرو ولايتونو کې محصلينو د لوړ فيس له امله خپل درسونو ته شا کړې او یوځای بل ځای د روزګار پسې ګرځي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه