اطلاعات روز: د لغمان ولایت الیشنگ ولسوالۍ کې د دوو قومونو ترمنځ د ځمکې پر سر شخړه کې شپږ کسانو ته مرګ ژوبل اوښتې.
لغمان کې د طالبانو د امنیه قومندانۍ ویاند قاري عبدالقاهر اسد نن (یک شنبه۲۱ د وري) اطلاعات روز ورځپانې ته وویل، چې تیره ورځ د دغه ولایت الیشنګ ولسوالۍ اړوند په «میل درې» سیمه کې د دوو قومونو ترمنځ د ځمکې پر سر وسله واله نښته شوې، چې پرمهال یې دوه تنه وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.
نوموړی وایي، طالب ځواکونه په وخت د پېښې ځای ته رسیدلي،چې د پېښې په تړاو یې ۱۵ کسان نیولې دي.
د لغمان په لرې پرتو سیمو کې ډیر کله د قومونو ترمنځ د ځمکې پر سر دا ډول نښتې رامنځته کیږي، چې له امله یې دواړو خواوو ته مرګ ژوبله اوړي
