خبریال: وحيد الرحمن افغانمل
اطلاعات روز: په کندهار کي د مارانو او لړمانو د نسل پالنې او زهرو د خرڅلاو يو فارم جوړ شوی، چې اوس مهال پکې ۶ زره لړمان او ۸ سوه ماران ساتل کېږي.
په دغه فارم کي د هغو زهر لرونکو خزندو ساتنه او پالنه کيږي چي زهر يې داخلي او نړيوال بازار لري.
ياد فارم چي د کندهار ولايت شپږمې ناحیې د محلي نجات په سيمه کې جوړ شوی، د شاوخوا ۳۰۰ کسانو لپاره به د کار زمينه برابره کړي او ډېري کورنۍ به له همدې ځايه مفاد تر لاسه کوي.
د دې فارم مسوول احمد شاه اطلاعات روز ته وويل، په افغانستان کې تر اوسه دې برخه کي چا پانګونه نده کړې او په هېواد کې د زهر لرونکو خزندو نسل د له منځه تلو په حال کې دی.

احمد شاه وايې، دوی اوس په دې هڅه کې دي څو د دې مارانو او لړمانو د زهرو لپاره داخلي او نړيوال بازار ومومي.
احمد شاه وويل، کوښښ کوي چي د مارانو او لړمانو د زهرو د توليد او پروسس يوه سيستم رامنځته کړي، ځکه په خبره يې اوس مهال په نړيوال بازار کي د لړم د يوه ګرام زهرو بيه ۳ زره ډالر او د مار د يو ګرام زهرو بیه ۱۵۰۰ امریکايي ډالرو ته رسیږي.
د دې فارم مسوول وايي، اوس مهال په دغه فارم کي ۶ زره لړمان او ۸ سوه ماران چي بېلابېل ډولونه لري روزل کېږي او په راتلونکي کې به دغه تر درې برابره نور هم پورته شي.
د هغه په خبره، د مارانو او لړمانو ترڅنګ نور ډول ډول زهر لرونکي حشرات هم ساتي.

احمد شاه دا هم وايې، هر څوک چي دغه ډول زهر لرونکي خزندې ولري او يا يې هم کوم څوک چيچلی وي نو دوی به يې درملنه په وړيا ډول ورته وکړي.
احمد شاه زیاتوي، « موږ په پلان کي لرو چي د زهر لرونکو خزندو تر څنګ د حيواناتو د ساتنې يو باغ وحش هم جوړ کړو، ځکه اوس په کندهار کي د حيواناتو د ساتنې کوم خاص ځای شتون نه لري.»

د ياد فارم يو بل تن کارکوونکي حليم حليمي اطلاعات روز ته وويل، کوم ماران چي اوس په دغه فارم کي شتون لري ټول دوی په دښتو او صحرايي سيمو کي نيولي بيا دغه ځای ته انتقال کړي تر څو زهر يې پروسس کړي او د خزندو ساتنه هم په معياري ډول ترسره شي.
حليمي وايې، کوم زهر چې دغه خزندې توليدوي يو کيلو يې په نوره نړۍ کې ميلونونه ډالر بيه لري او په ډېر لوړ قيمت خرڅېږي.
د هغه په خبره، د لړم او مار له زهرو څخه په درملو کي استفاده کېږي.

په همدې حال کې کندهار ولايت کې د طالبانو د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ رياست چارواکي وايي، دوی د دغه ډول پانګونو ملاتړ کوي او هڅه يې دا ده څو نور کسان هم په هېواد کي پانګونې ته زړه ښه کړي.
د کندهار د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ رياست يو تن کارکوونکي انجينر محمد الله نوري اطلاعات روز ته وويل، دوی په پلان کې لري چي د خلکو پانګونه په داسي ځايونو کي راجلب کړي څو بيکاره ځوانانو ته د کار زمينه برابره شي.
نوري وايې، په دې سره به هم د بيکارۍ کچه راټيټه شي او هم به بېکاره ځوانان په کار شي.
دا په داسي حال کې ده چي افغانستان په پراخه اندازه باندې بېلابېل زهر لرونکې خزندې لري خو اوس د دغو خزندو نسلونه د نه پاملرنې له امله د له منځه تلو په حالت کې دي.
