ارزګان خلک: زراعتي بي اسناده کلينکونه او درمل پلورنځي دې وتړل شي

انځور: اطلاعات روز خبریال

اطلاعات روز: ارزګان خلک شکایت کوي چې واک ته د طالبانو رسیدو سره سم ارزګان کې نا قانونه زراعتي کلینیکونه او درمل پلورنځي زیات شوي دي.

دوئ وايي خلک د عصري کرنې او مالدارۍ برخه کې مسلکي معلومات نه لري او اړ دی چې د خپلو حاصلاتو د ښه کولو لپاره له دغه کسانو څخه درمل او اړينې مشهورې واخلي.

کروندګر او مالدار وايي که ددغه کسانو مخه ونه نيول شي خلکو ته به اقتصادي زيانونه ورسيږي.

د ترينکوټ دوه اوسيدونکي علي جان او محمدولي له اطلاعات روز سره په خبرو کې د طالبانو د حکومت  څخه وغوښتل چې هغه کسان دې د قانون منګولو ته وسپاري چې په غيري قانوني ډول خلکو ته زراعتي او د مالدارۍ درمل ورکوي.

علي جان وایي:« ټول ښار هغه کسانو نېولی چې د حيواناتو او کرنيز درمل پلوري بس د هر چاچې زړه وغواړي يو دوکان جوړ کړي او خلکو ته دغه درمل ورکوي، زموږ خلک په هيڅ هم نه پوهيږي ورته راځي او دواګاني ورڅخه وړي ددي کار مخه دي حکومت ونيسي.»

ورته وخت کې دارزګان د لوړو زده کړو موسېسي د کرهنې د برخې يو تن استاد پوهنیار احمدالله احمدي هم پر دغه چارې انديښمن دی او زياتوي چې خلک دې د هغو کسانو سره سلاح مشورې وکړي چې د کرهنې او مالدارۍ برخه کې زده کړې کړې وي.

دی وايي د کرهنې د عصري کيدو او مالدارۍ د ترويج لپاره په کار ده چې هم حکومت او هم خلک په ګډه کار وکړي.

هغه وايي ډير وخت د غيري فني کسانو لخوا څخه خلکو ته ورکول شوي درمل د ګټې پر ځاي زراعتي بوټو ته زیان رسولی دی.

نوموړي وويل:« دغه ستونزه د افغانستان په ډيرو ولايتونو کې شته په ارزګان کې هم شته چې خلکو ته غيري فني کسان په دي برخه کې لارښوونې کوي چې په زيان تماميږي په تيرو کلونو کې موږ مثالونه لرو چې ډيرکښتونه دغو درملو له منځه وړي دي ددي مشکلاتو د حل لار داده چې باید د فني کسانو يو ټيم جوړ شي او ددغو کسانو نظارت وکړي .»

پر همدي وخت ارزګان ولايت د طالبانو د کرنې او مالدارۍ رياست مسوولین هم تاييده وي چې په يو شمير ځايونو کې غيرې مسلکي کسان پر خلکو درمل پلوري.

ارزګان د طالبانو د کرنې اومالدارۍ رياست د اطلاعات مشر قدرت الله حميدي له اطلاعات روز سره په خبرو کې وويل چې دوئ په دي برخه کې د زراعتي او مالدارۍ درملتونو څخه تاریخ تېره درمل راټول کړي دي او پلان لري ترڅو د هغو کسانو مخه هم ونيسي چې په ښارکې يې پر خپل سرزراعتي کلينکونه خلاص کړي دي.

هغه وايي:«موږ ښار کې يو کمپین ترسره کړی او وخت تيره حيواني او زراعتي درمل مو راټول کړې دی او هغه کسان چې ښار کې غيرې مسلکي حيواني او زراعتي کلينکونه لري یا درمل پلوري موږ يې کلک مخالف یو او مخه به يې ونيسو.»

دارزګان ولايت د کرنې او مالدارۍ ریاست د معلوماتو له مخې په دغه ولايت کې ۸۰ سلنه خلک په کرنه اومالدارۍ بوخت دي او له همدې لارې د ژوند چارې پرمخ وړي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه