په پاکستان کې میشت یو شمیر افغان دیني عالمانو د طالبانو غوښتنه کړې چې د نجونو پرمخ د ښوونځیو دروازې پرانیزي او دایې مسلم حق دی.
په پښتونخوا کې میشت افغان دیني عالمانو د یوه پریکړه لیک په خپرولو سره په افغانستان کې د نجونو پرمخ د ښوونځیو د پرانیستلو غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې د اسلامي اصولو په چوکاټ کې نجونې زده کړو ته پریږدئ.
دوئ ټینګار کړی چې « د شرعي او عصري علومو تعلیم او تعلم د ښځو مسلم حق دی.»
همدارنګه دیني عالمانو د یو لړ سپارښتنو په وړاندې کولو سره د طالبانو د مشر تابه او ددوئ د پوهنې وزارت څخه غوښتي چې د ښځو تعلیم او تعلم دې ژر تر ژره شروع شي.
طالبانو د شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي د یوې جامع ترحې نه شتون له امله تر امر ثاني پورې ځنډولي دي، چې ددوئ دغه پریکړه په کور دننه او نړیواله کچه له غبرګونونو مخ شوې ده.
