د کابل ایمرجنسي روغتون وايي چې نن (چهارشنبه، ۱۷ د وري) لومړۍ حوزې اړوند پل خشتي جومات کې چاودنې له امله ۱۱ ټپیان نموړي روغتیایي مرکز ته ور وړل شوي دي.
ایمرجنسي په یو ټویټ کې ویلي چې د ټپیانو څخه ۷ تنه بستر شوي او ۴ نور د درملنې وروسته رخصت شوي دي.
تر دې مخکې د طالبانو سرپرست حکومت د کورنیو چارو وزارت تایید کړې وه چې پل خشتي جومات کې غرمه مهال د لمانځه پر وخت چاودنه شوې چې شپږ کسان یې ټپیان کړي دي.
ددغه وزارت د خبر پاڼې په حواله چاودنه داسې مهال رامنځته شوې چې یو کس په لمونځ کوونکو لاسي بم اچولی دی، دوئ وایي په دې تړاو يې یو شکمن کس نیولی او څیړنې ترې روانې دي.
ددغه پیښې مسوولیت تر اوسه کومې ډلې په غاړه ندی اخیستی.
ددې اونۍ له پېل راهیسې دا دویمه چاودنه ده چې کابل ښار کې رامنځته کېږي چې یوه هغه یې څو ورځې مخکې شهزاده سرای کې وه چې یو کس پکې وژل شوی، او ۵۹ نور ټپيان کړي وو.
