اطلاعات روز: ننګرهار کې دوه انسان تښتوونکي د طالبانو سره د نښتې پرمهال ټپیان او وروسته ددوئ له لوري نیول شوي دي.
ننګرهار کې د طالبانو د اطلاعاتو اوفرهنګ ریاست څخه نن (چهارشنبه، ۱۷ د وري) په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې نن غرمه مهال د کامې ولسوالۍ پل ته څیرمه د عطاالرحمن او سمیع الله په نامه دوه انسان تښتوونکي چې په قتل، د دولت ضد فعالیتونو او نورو جنایي جرمونو کې یې لاس درلود د طالبانو له لوري نیول شوي دي.
خبرپاڼه زیاتوي نیول شویو کسانو لومړی له طالبانو سره مقاومت کړی او بیا په ټپي حال کې نیول شوي دي.
د خبرپاڼې د مالوماتو له مخې نیول شویو کسانو څو ورځې وړاندې په جلال اباد ښار کې د طالبانو دوه سرتیري ټپیان کړي وو.
