په پکتیا ولایت کې د چین له خوا ۹۰۰۰ کورنیو ته د خوراکي توکو د ویش لړۍ پیل شوه، د دغه ولایت د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو ریاست طالب مسوولین وايي، چې دوئ د دغې مرستې د ویش لړۍ په مرکز ګردېز کې څه باندې ۸۰۰ اړمنو کورنیو ته د موادو په ورکړې سره پیل کړه.
د دوئ په وینا چې له مرکز وروسته به د پکتیا ولایت په ټولو ولسوالیو کې هغو کورنیو ته د توکو ویش پیل شي، چې له وړاندې یې ورته سروې کړې وه.
په دې اړه د پکتیا ولایت د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو طالب ریس صابر ګل مصلح اطلاعات روز ته وویل: « دغه مرسته چې د چین هیواد له خوا شوې ده، نن مو په مرکز ګردېز کې ۸۸۰ بېوزله کورنیو چې په دغه کې کونډې، یتیمان او نور بې سرپرسته شامل و ووېشله، نو په ټوله پکتیا کې مونږ د ۹۰۰۰ کورنیو سروې کړې، چې د هغوی لپاره به هم ډېر ژر د ویش چارې پیل شي.»
د طالبانو د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست خلیل الرحمان حقاني پکتیا ته د سفر پر مهال جوړې شوې غونډې ته وویل، چې د ګاونډیو او نړیوالو هیوادونو له لوري کېدونکې بشري مرستې به له توپیري چلند پرته په ټولو ولایتونو کې د تېر او اوسني نظام اړمنو خلکو ته ورکول کیږي.
هغه وايي: «مونږ تل هڅه کړې، چې له توپیر پرته د هیواد په شمال، لویدیځ، ختیځ او جنوب کې ټولو ولایتونو ته د نړیوالو له لوري کېدونکې مرستې وویشو او تر ډېره په دې کار بریالي شوي هم یو. نو دغو مرستو کې به د تېر نظام بې سرپرسته او کونډې یتیمان شامل وي او هم به د اوسني نظام.»
د نوموړي په وینا چې نوی حکومت هڅه کوي، تر څو په هیواد کې شته اقتصادي اړتیاوې له خپلو عایداتي سرچینو پوره او د نړیوالو له لوري بشري مرستو ته لاس و نه نیول شي.
حقاني وویل: «حکومت په دې تلاش کې دی، چې څنګه له اوسني اقتصادي وضعیت را ووځو او خپلو هیوادوالو ته په کور دننه د کار زمینه برابره کړو، تر څو د نورو له محتاجۍ خلاص شو.»
د پکتیا لپاره د طالبانو والي بیا وايي، د کېدونکو مرستو د لا شفافیت په موخه یې ځینې کمېټې جوړې کړې دي.
هغه وویل: «مونږ په تېر کې هم هغه مرستې چې نړیوالو موسساتو کړې او یا د ځینو خیریه بنسټونو له لوري ترسره شوې دي، نو دغه مرستې په شفاف ډول اړمنو کورنیو ته ویشل شوې او خلکو ته بیا هم ډاډ ورکوو، چې د لاشفافیت لپاره به خپلې هڅې دوامداره ساتو.»
خلک اوسني اقتصادي وضعیت ته په کتو دا ډول مرستې اړینې بولي، خو له نړیوالو موسساتو غوښتنه کوي، چې د موقتي همکارۍ پر ځای باید بې روزګاره ځوانانو ته د دایمي کار زمینه برابره شي.
