کونړ قرادادي ښوونکي: له دوو کالو راهیسې بې معاشه ګرځو

انځور: اطلاعات روز خبریال

اطلاعات روز: کونړ کې قراردادي ښوونکي وایي، چې له دوو کلونو راهیسې یې معاشونه نه دي ترلاسه کړي.

ضیاالرحمن هغه ښوونکی دی، چې څلور کاله یې دنده ترسره کړې؛ خو په وینا یې دوه کاله کېږي، چې معاش یې نه دی اخیستی.

هغه اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، اوس بې روزګاره دی او اقتصادي وضعیت یې ورځ تربلې مخ په خرابیدو دی.

نوموړی له مسوولو چارواکو غوښتنه کوي چې کونړ کې هغه قراردادي ښوونکو معاشونه ورکړي، چې له دوو کلونو راهیسې یې نه دي ترلاسه کړي.

ضیاالرحمن زیاته کړه: «ما په مرکزي دارالحفاظ کې مې څلور کاله د ښوونکي په توګه دنده ترسره کړه؛ خو دوه کاله کېږي، چې معاش نه دی راکړل شوی، د قرارداد له مخې د ورځې څلور ساعته به مو تدریس کاوه؛ خو دوه کاله کېږي چې معاش نه دی راکړل شوی او اوس له زیاتو ستونزو سره مخ یم غوښتنه کوو، چې مونږ قراردادي ښوونکو ته دې معاشونه راکړل شي.»

د محمد ادریس په نامه یو بل ښوونکی هم ورته شکایت کوي او وایي، په تېر نظام کې ورسره د پوهنې ریاست مسوولینو ژمنې وکړې خو عملي نه شوې.

نوموړي له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې له طالب چارواکو غوښتنه وکړه، چې د ښوونکو ستونزو ته دې د حل په برخه کې لازم اقدامات وکړي.

ادریس زیاته کړه: « ډیر زیات قراردادي ښوونکو چې د کونړ په مختلفو ښوونځیو کې یې دندې درلودې له تیرو دوو کلونو راهیسې معاشونه نه دي ورکړل شوي او اوس له زیاتو اقتصادي ستونزو کړیږي او مونږ خپله ستونزه په څو ځلي د تیر جمهوري نظام له مسوولینو سره شریکه کړې خو عملې نشوې اوس له طالبانو غواړو چې د ښوونکو د معاشونو د ورکړې په برخه کې دې جدي کار وکړي.»

د قراردادي ښوونکو ډېره برخه ښځینه هم دي، چې د کونړ په بېلابېلو سیمو کې یې نجونو ته درس ورکاوه.

د ښکلا په نوم یوه قراردادي ښوونکې وایي،په اسعداباد کې د بي بي فاطمې په نامه د نجونو لېسه کې شاوخوا ۳۰ قراردادې ښوونکې دنده لري، خو تراوسه یې یوې هم معاش نه دی ترلاسه کړی.

 نوموړې د معاشونو د نه ورکړې په برخه کې د تیر حکومت پرمهال مسوول چارواکي پړه بولي او وایي، څه ډول چې لازمه وه د ښوونکو حقوق یې نه دي ورکړي.

هغه همداراز وايي، سږ کال یې کورنۍ اجازه نه ورکوي، چې بې معاشه کار وکړي.

ښکلا زیاته کړه:«د پوهنې ریاست له هماغه پیله راسره ظلم کړی، په تېرو دوو کلونو کې نه یوازې معاش نه دی راکړل شوی؛ بلکې د قرارداد خلاف دنده مو ترسره کړې، زموږ په قرارداد کې څلور ساعته تدریس لیکل شوی؛ خو موږ شپږ ساعته کار کړی، ان له رسمي ښوونکو مو مسوولیت زیات و؛ خو دا تېر دوه کاله معاش نه دی راکړل شوی اوس زمونږ غوښتنه دا ده چې پاتې معاشونه دې راکړي.»

په همدې حال کونړ کې د طالبانو د والي ویاند قاري محمد حنیف اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې هم دغه ولایت کې د قراردادي ښوونکو ته د معاشونه د نه ورکړې ستونزه مني او وایي، هڅه کوي د ښوونکو ستونزو ته حل لار پیدا کړي.

حنیف زیاته کړه:«کونړ کې د قراردادي ښوونکو معاشونه نه دي ورکړل شوي او دا ستونزه د تیر نظام پاتې ده، خو مونږ هڅه کې یو چې د ښوونکو پاتې معاشونه ورکړل شي او ستونزه یې حل شي.»

د مالوماتو له مخې په دغه ولایت کې د پوهنې ریاست له لوري، د مرکز اسعداباد په ګډون، یو شمېر ولسوالیو کې شاوخوا یو زر او۳۶۰ قراردادي ښوونکي ګومارل شوي وو، چې له ډلې یې ۴۰۰ ښځینه ښوونکې وې.

دا په داسې حال کې ده، چې پوهنې وزارت د نوي کال له پیل سره سم په هېواد کې د هلکانو او ابتداییه دورې نجونو د ښوونځیو د پرانېستې خبر ورکړی، مګر د شپږم پورته نجونو ته یې تر اوسه د تعلیم اجازه نده ورکړې.

د نوي کال پیلېدو سره په کونړ کې ښوونیز بهیر پیل شوی؛ خو د معاشونو د نه ورکړې له امله ګڼ شمېر قراردادي ښوونکو دندې پرېښې دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه