ننګرهار ولایت کې طالبانو د عملیاتو پرمهال د ګڼ شمیر وسلو او مهماتو د نیول کیدو خبر ورکړی دی.
په ختیځ کې د طالبانو ۲۰۱ خالد بن ولید قولاردو ویاند مولوي وحيدالله محمدي نن (دوشنبه، ۱۵ د وري) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې د طالبانو ګډو ځواکونو له لوري د جلال اباد ښار اړوند د اتمې ناحیې په دامان، بلند غر او همدارنګه د شپږمې او اوومې ناحیو په مربوطاتو کې کور په کور د تصفېوي عملیاتو پرمهال یې ۸۰ میله وسلې کشف او ترلاسه کړي دي.
نوموړی وایي، یاد تصفېوي عملیات د ننګرهار په مرکز او ولسوالیو کې له درې ورځو راهیسې پيل شوي دي.
محمدي زیاتوي:«د ننګرهار په مرکز او یو شمیر ولسوالیو کې د طالبانو له لوري د تیرو درې ورځو راهیسې د عملیاتو پرمهال په جلال اباد ښار، خالص فامیلو، بلندغر، دامان، شیخ مصري سیمو کې ۸۰ میله سپکې وسلې، ۱۷ دوربینونه،۱۱۳ شاجورونه، ۵ مخابرې،۷ چانټې،۸۶۶ فیره د سپکو وسلو مرمۍ د طالبانو له لوري کشف او ترلاسه شوي او عملیات لا هم دوام لري.»
نوموړي له هغه کسانو وغوښتل چې لا هم ورسره حکومتي وسلې، وسایط او یا نورې وسایل موجود دي تر هغه وړاندې، چې طالبان یې د تلاشي پر مهال تر لاسه کړي خپله دې اړونده ادارو ته وسپاري.
د هغه په خبره د طالبانو ګډو ځواکونو په پيل شویو عملیاتو کې له دوئ سره ښځينه پولیسې هم ملتیا کوي او موخه یې د نا امنیو مخنیوی دی.
