د کابل ایمرجنسي روغتون وايي چې نن (یکشنبه، ۱۴ د وري) مخکې له غرمې شهزاده سرای کې چاودنې له امله یو تن وژل شوی او ۵۹ نور ټپیان نموړي روغتیایي مرکز ته ور وړل شوي دي.
ایمرجنسي په یوه ټویټ کې لیکلي، تر ۳۳ ډېر ټپیان دې روغتون کې منل شوي دي.
تر دې مخکې د طالبانو سرپرست حکومت د کورنیو چارو وزارت ویلي وو چې د شهزاده سرای په چاودنه کې لس تنه سطحی ټپیان شوي دي.
د دغه وزارت خبرپاڼې په خواله، چاودنه د یوه غله د لاسي بم د چاودنې له امله رامنځته شوې چې د پیسو د غلا هڅه یې کوله.
شهزاده سرای د افغانستان د اسعارو مرکزي او په کابل کې یو له ګڼې ګونې ډک مارکیټ دی چې پدې سرای کې چاودنه بې مخینه وه.
