هلمند کې په تېرو شپږو مياشتو کې ۱۵۰۰خوارځواکه ماشومان روغتون کې بيستر شوي دي

انځور: اطلاعات روز خبریال

لوی کندهار کې د اطلاعات روز خبریال

اطلاعات روز: هلمند کې کې د روغتیا مسوولین وایي،  يوازي په تيرو شپږو مياشتو کې ۱۵۰۰ ماشومان په خوارځواکۍ اخته شوي دي.

هلمند کي د شدیدو خوارځواکه ماشومانو د داخلي بستر مسوول ډاکټر بسم الله احمدزي اطلاعات روز سره د يوې مرکې پرمهال وويل چې په دغه ولايت کې ورځ تربلي په خوار ځواکۍ د اخته ماشومانو شمير زياتيږي او په تيرو ۶ مياشتو کې دوئ ۱۵۰۰ داسي ماشومان د درملني په هدف بيستر کړي دي چې له خوارځواکۍ څخه کړيدل.

هغه وايي په بيستر شوو ماشومان کې ۷۲۰ تنه روغ شوي ۳ تنه مړه شوي ۲۰ تنه د ښه درملني په هدف کندهار او کابل ته انتقال شوي اوپاته نور لاهم بيستر دي.

بيستر شوو ماشومان کې ۷۲۰ تنه روغ شوي ۳ تنه مړه شوي ۲۰ تنه د ښه درملني په هدف کندهار او کابل ته انتقال شوي اوپاته نور لاهم بيستر دي

نوموړی زیاتوي چي د لوږي پر وړاندي د مبارزې یا TFU کلینک ته د هلمند تر څنګ د کندهار ولایت د یوشمېر ولسوالیو څخه هم په خوراځواکۍ اخته ماشومان راوړل کېږي، چي په وینا یې په کلینیک کي هره ورځ هغو مېرمنو ته چي د خپلو ماشومانو سره پایوزانې وي د سوء تغذې د مخنیوي په اړه عامه پوهاوی ورکوي.

دغه راز د سوء تغذیې د برخې ډاکتره نظیفه واحدي وایي، د پیدایښت ورسته زیات شمېر مېندې خپل ماشومان سم نه تغذیه کوي نوموړې زیاتوي چي هر ماشوم ته باید تر ۲ کلنۍ پوري د مور شیدې ورکړل شي.

واحدي وايي په خوارځواکۍ زیاتره تر ۵ کلنۍ کم عمره ماشومان اخته کېږي ،چي علت یې د مېندو د ځان او ماشوم حفظ الصحې ته نه پاملرنه ، د ماشومانو تر منځ د زېږون د واټن نه مراعت او په ټولنه کي د عامه پوهاوي نشتووالی دی .

هغې وویل؛ د مور شېدې د ماشومانو لپاره زیاتې ګټورې او ماشوم له  ګڼو ناروغیو ژغوري .

ډاکترې نظېفې پر ورته مهال له مېرمنو او د کورنیو له مشرانو غوښتنه وکړه، چي خپلو ماشومانو ته د پوډري شېدو د ورکولو  ډډه وکړي ځکه؛ د دې په وینا افغانستان ته بېلا بېل ډول بې کیفیته پوډري شیدې را واردېږي ،چي د ګټې پر ځای یې زیانونه زیات دي.

د مور شېدې د ماشومانو لپاره زیاتې ګټورې او ماشوم له  ګڼو ناروغیو ژغوري .

پر ورته وخت یوشمېر مېرمنو چي یاد کلینیک ته یې خپل ماشومان د درملنې په موخه راوړي وایي،چي بې وزلۍ له امله یې ماشومان په خوارځواکۍ اخته  شوي او اوس یې د خوراځواکۍ د درملنې په کلینیک کي بستر کړي دي.

دوئ وایي، چي دلته یې نه یوازي دا چي په ښه توګه د ماشومانو درملنه کېږي بلکي د ډاکترانو لخوا ورته عامه پوهاوی هم ورکول کېږي.

دوئ زیاتوي،چي یوه میاشت وړاندي یې ماشومان د درملنې په موخه  کلینیک ته راوړي خو، د ډاکترانو د ښې درملنې له امله یې اوس ماشومان  چاغ او روغتیایي حالات یې ښه شوی دی.

د ډاکترانو د ښې درملنې له امله یې اوس ماشومان  چاغ او روغتیایي حالات یې ښه شوی دی.

د ماشومانو د ساتنې صندوق ‘save the children’ په خپل تازه راپور کې د افغان ماشومانو وضعیت ته کتنه کړې، دغه صندوق په خپل یو تازه راپور کې لیکلي، په افغانستان کې نږدې پنځه میلیونه ماشومان له لوږې سره مخ دي.

سیمه کې د ماشومانو د ساتنې دغه نړیوال صندوق د رسنیو مسوولې شارلوټ روز په یو غږیز پیغام کې ویلي، په افغانستان کې د خوارځواکه ماشومانو شمېره دوه برابره زیات شوی دی.

د مېرمن روز په خبره دا یوه لویه ستونزه ده ځکه ماشومان د اړتیا وړ روغتیايي توکو ته لاس رسۍ نه لري او یو شمېر ماشومان هم د ډاکټرانو او د درملو د نشتون له امله له درمنلې وړاندې له روغتونه کور ته لېږل کېږي.

‏د خوړو د نړيوال پروګرام د نوې څېړنې نتیجه ښیي چې په اوس وخت کې په افغانستان کې ۲۳ ملیونه وګړي د خوړو خوندیتوب نه ‌لري او دغه بحران لا د ژور کېدو په حال کې دی.

دغه سروې ښيي چې افغانستان کې د خوړو او تغذیې وضعیت په دوامداره توګه د خرابېدو په حال کې دی او تر اوسه داسې کوم منظم پلان شتون نه لري چې دغه حالات کنترول کړي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه