اطلاعات روز: په ارزګان کې د طالبانو مسوولین وایي ددغه ولایت په دهراوود ولسوالۍ کې د ګازو څلور زیرمې کشف کړي دي او له لومړنیو معلوماتو څخه ښکاري چې له یادو زیرمو څخه ګاز تولیديږي.
ارزګان کې د طالبانو د والي وياند قاري محمود مدثر اطلاعات روز ته وویل چې د دهراوود ولسوالۍ په ورجان سيمه کې دغه زیرمې کشف شوي دي.
هغه وايي سيمي ته د طالبانو د طبعې ګازو مسلکي کسان تللي دي او ددغه ګازو دپیداکيدو نمونې يې له مرکز سره شريکې کړي.
مدثر وويل: «د دهراوود ولسوالۍ د ورجان سيمه کې څلور داسې طبیعي ځايونه موندل شوي چې د لومړنيو معلوماتو له مخې ګاز پکې موجود دي زموږ مسلکي کسان سيمې ته ددغو ګازو د څيړنې په هدف ورغلي دي او راپور يې له مرکز سره شريک کړی دی وروسته به معلوم شي چې دغه خبر څومره حقيقت لري.»
پر ټولنيزو رسنيو ددغې سيمې يو ويډيو خپره شوې ده او پکې ښکاري چې دځمکي ځينې برخې ته د اور ورکولو وروسته راووتونکې لنده ساحه اور اخلي او تر ډيره دغه اور پاتې کېږي.
دافغانستان ډیرو سیمو کې طبعي منابع شتون لري، که چیرته دغه طبیعي منابع وموندل شي او په مسلکي ډول وسپړل شي د افغانستان اقتصاد به ورسره لا پیاوړی شي.
