اطلاعات روز: د ننګرهار ولایت مرکز جلال اباد ښار کې د مدني ټولنو غړو او ولسي خلکو د یوې راټولیدنې پر مهال په هېواد کې د جګړو د پای ته رسیدو غوښتنه وکړه او ټینګار یې وکړ، چې نور دې افغان وژنې ته د پای ټکی کښېودل شي.
د غونډې ګډونوال غلام فاروق یوسفي اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې دوحه کې د افغان حکومت او طالب استازو ترمنځ په خبرو کې پرمختګ ته خوښي وښوده او ویې ویل د جګړې دوام نور ولس ته د زغم وړ نه دی او ښکېلې غاړې باید د سولې بین الافغاني خبرې اترې ګړندۍ کړي.
هغه زیاته کړه :« مونږ د سولې په خبرو کې چې کومه پرمختګ شوې خوښ یو ورته او هیله مو دا ده، چې د سولې بین الافغاني خبرې دې په همدې شان سره یوې هوکړې ته ورسیږي چې جګړه پای ومومي.»

د غونډې یو بل ګډونوال عبدالطیف واحدي په دې وروستیو کې پر تعلیمي او یو شمیر نورو ځایونو وسله وال بریدونه وغندل او دا یې په هیواد دننه او بهر د یو شمیر هیوادونو کار وباله چې نه غواړي د سولې خبرې یوې پایلې ته ورسیږي. واحدي زیاتوي: «کوم بریدونه چې کیږي دا ټول د هیواد د دښمنانو کار دی او نه غواړي د سولې خبرې یو نتیجې ته ورسیږي.»
د غونډې یو شمیر ښځينه ګډونوالو په قطر کې د سولې په تړاو بین الافغاني خبرو ته هیله مندي وښوده او د خبرو په جریان کې یې پر اوربند ټینګار وکړ. ښځینه ګډونوالې نازیه انوري پر افغان حکومت او طالب استازو غږ وکړ، چې له هر څه وړاندې اوربند وکړي. نوري زیاتوي: « د سولې خبرې چې پیل شوي دواړو خواوو ته په کار ده چې اول باید اوربند وکړي، ځکه ډیره قرباني میرمنې ورکوي او پکار ده چې اوربند وشي.»
ننګرهار کې داسې مهال د سولې په ملاتړ غونډه جوړیږي، چې له شاوخوا دریو میاشتو بحثونو وروسته په قطر کې د افغانستان اسلامي جمهوریت او طالبانو مرکچي پلاوي د سولې خبرو پر کړنلارې هوکړې ته رسېدلي او پر اجنډا کار روان دی.
