اطلاعات روز: هلمند ولایت کې طالب چارواکي وایي، ددغه ولایت به موسیکلا ولسوالۍ کې یو درې کلن ماشوم ۹۰متره برمې ته لویدلی دی.
هلمند کې د طالبانو د اطلاعات او فرهنګ ریس حافظ راشد هلمندي وایي د زین الله په نوم دغه ۳ کلن ماشوم نن سهار برمې ته لویدلی دی.
هغه وایي، ماشوم تر اوسه ژوندی دی، سیمي ته د طالبانو مسوولین او روغتیایي ټیم رسیدلی او د یاد ماشوم د ژغولو هڅې یې رواني کړې دي.
بل طرف یو بل ماشوم د همدې ولایت بابا جي ولسوالۍ، لوی مانده سیمه کې په ترافیکي پیښه کې وژل شوی دی.
دا په تیره یوه میاشت کې په جنوبې ولایتونو کې ۷مه پیښه ده چې ماشومان د اوبو برمو ته لویږي مګر طالبانو دداسې پیښو مخنیوي لپاره تر اوسه وړ اقدامات نه دي کړي.
