ارزګان کې کروندګر: که وچکالي دوام وکړي، سږکال به هیڅ حاصلات ونه لرو

اطلاعات روز: د طالبانو حکومت لخوا د بزګر ورځ د حمل یا وري پنځمه نیټه ټاکل شوې وه خو، ارزګان کې دغه ورځ، پرون ولمانځل شوه.

په دغو مراسمو کې ګډون کوونکو کروندګرو په یاد ولایت کې د وچکالۍ پرسختوالي اندېښنه وښوده.

هغوئ اطلاعات روز ته وویل، که یې د کروندو لپاره د اوبو غم ونه خوړل شي، لېرې نه ده چې ډېری محصولات یې د وچکالۍ له امله سخت زیان وویني.

دوئ زیاته کړه چې د اوړي موسم لا نه دی رارسېدلی، خو د دوئ کروندې د اوبو له جدي کمښت سره مخ دي او په وینا یې، په ډېری سیمو کې کرل شوو ځمکو ته اوبه نه رسېږي او له مسوولینو یې د جدي پاملرنې غوښتنه وکړه.

احسان الله یو تن بزګر وایي:« تراوسه ګرمي رارسيدلې نه ده خو، موږ چې دښتو کې کوم حاصلات کرلي و، هغه اوبه نه لري او بیخي کمې دي که حالات دغه ډول دوام وکړي ليري نه ده چې هر څه وچکالي ختم کړي.»

یو بل بزګر شفيع الله وایي: « سږکال موږ خپل کروندي کرلي دي خو لويه ستونزه د اوبو نشتون دی موږ انديښمن يو چې سږکال به موږ خپل د کرل شوو ځمکو څخه حاصل واخلو که نه.»

په ورته مهال په ارزګان کې د طالبانو د کرنې او مالدارۍ رياست چارواکي هم په دغه ولایت کې د وچکالۍ شتون مني، خو په ورته وخت کې له کروندګرو سره په بېلابېلو برخو کې د مرستو خبر ورکوي.

ارزګان کې د طالبانو د کرنې او مالدارۍ رياست د اطلاعاتو مشر قدرت الله حميدي په جوړه شوې غونډه کې وويل چې د باراني اوبو مهارولو لپاره پلان شته او په خبره یې، د چیک ډیمونو په جوړېدو سره به تر یوه حده د وچکالۍ مخه ونیول شي.

دی وايي د يو شمير موسيساتو لخوا څخه اوس په ځينو کليو کې د اوبو د وياليو پاکولو چاري روانې دي.

نموړی زیاتوي « موږ د اوبو مهارولو لپاره د چیک ډیمونو جوړېدو وړاندیز کړی او د بندونو جوړېدو او د پاتې پروژو د پلي کېدو جدي غوښتنه مو کړې ده.»

نه یوازې ارزګان، بلکې سږ‌کال په ډېری ولایتونو کې پر اورښتونو سربېره، بیا هم د وچکالۍ اټکل شوی دی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه