اطلاعات روز: هلمند کې طالب چارواکي وایي، د دې ولایت په ناوې ولسوالۍ کې یو کس په خپل کور کې وژل شوی دی.
د هلمند د اطلاعات او فرهنګ ریاست طالب رییس حافظ راشد هلمندی وایي، پیښه تیره شپه (شنبه، د وري په ۶مه) د ناوې ولسوالۍ د «تریخ ناور» سیمه کې رامنځته شوې ده.
هغه وایي، د رحمتالله په نوم دغه کس په خپل کور کې د نامعلومه کسانو له خوا په ډزو وژل شوی دی.
هلمندی وایي، د وژل شوي کس په تور یې تراوسه څوک نه دي نیولي او د نیولو هڅې یې روانې دي.
تراوسه معلومه نه ده چې د یاد کس د وژل کیدو لامل څه و.
له تیرو څو میاشتو راهیسې د افغانستان په بیلابیلو ولایتونو کې د نامعلومه کسانو له خوا وژنې زیاتې شوي دي چې له امله یې خلک اندیښمن دي.
