د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش وايي، په نړۍ کې له هرو دریو ښځو څخه یوه یې له مستقیم تاوتریخوالي سره مخامخ ده.
هغې نن سهار (یکشنبه،۷ د وري) په یو ټویټ کې لیکلي، ملګري ملتونه له حکومتونو سره کار کوي چې د ښځو او نجونو د ښه خوندیتوب لپاره قوانین او مقررات پیاوړي کړي.
ګوتریش ویلي: «موږ باید اوس وخت د جنسیت پر بنسټ تاوتریخوالی پای ته ورسوو.»
د یادولو ده چې د طالبانو راتګ سره په افغانستان کې ښځې او نجونې له پراخو بندیزونو سره مخ دي. دغې ډلې په ډېرو دولتي ادارو کې د ښځو پر کار کولو بندیز لګولی او د نجونو ښوونځي یې تر شپږم ټولګي پورته تړلي دي.
دغه پریکړه په ملي او نړیواله کچه له غبرګونونو او غندنو سره مخ شوه.
