اطلاعات روز: جلال اباد ښار کې طالبانو دوه داعش وسله وال نیولي دي.
ختیځ کې د طالبانو ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو ویاند مولوي وحیدالله نن (پنجشنبه، ۴ د حمل) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې ځواکونو یې د جلال اباد ښار د اتمې ناحیې اړوند《بلند غر》سیمه کې د ځانګړو عملیاتو پرمهال د داعش ډلې دوه غړي ژوندي نیولي دي.
نوموړی وایي، دیادو عملیاتو پرمهال یې ګڼ شمیر سپکې او درنې وسلې هم ترلاسه کړي دي.
طالب چارواکي داسې مهال ننګرهار کې د داعیش ډلې د غړو د نیول کیدو خبر ورکوي، چې له دې وړاندې طالبانو ویلي وو، چې دغه ولایت کې یې د داعش ډله ځپلې ده.
