کار بدل کې د غنمو ورکړه؛ پکتیا کې ۹۰۰۰ بې‌روزګاره ځوانانو ته کاري زمینه برابره شوې

اطلاعات روز: په پکتیا ولایت کې ګڼو ځوانانو له تېرو څو میاشتو راهیسې له بې روزګارۍ سر ټکاوه، خو اوس ورته په خپله سیمه کې د کار زمینه برابره شوې.

پکتیا کې د طالبانو ولایتي مسوولین وايي، بې روزګاره ځوانانو ته د کاري فرصت او له اقتصادي ستونزو سره د مخ کورنیو لاسنیوي په موخه یې په مرکز ګردېز او ځینو ولسوالیو کې هغه پروسه پیل کړه، چې د کار په بدل کې به غنم ورکول کیږي.

د ولایتي ادارې له خوا د دغې پروسې یو تن مسوول سید احمد مدني اطلاعات روز ته وویل، چې دغه پروسه د مرکز ګردېز ترڅنګ د دې ولایت په زیاتره ولسوالیو کې پیل شوې ده.

هغه زیاتوي، چې اوس مهال ورسره په ټوله پکتیا کې ۹۰۰۰ کسانو ته کاري زمینه برابره شوې او د ورځې ورته لس کیلو غنم ورکول کیږي.

مدني وايي: «مونږ دلته د نورو ولایتونو سربېره په پکتیا کې هم د کار په بدل کې د غنمو ورکړه پیل کړه، په دغه پروسه کې به بې روزګاره ځوانان په خپل کلي او ګاونډ کې د ویالو، کارېزونو او سړک جوړولو چارې په مخ وړي. په دې پروسه کې ۹۰۰۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شوې او هر کس ته به د ورځې ۱۰ کیلو غنم ورکول کیږي.»

نوموړی زیاتوي، چې د دغې پروسې د شفیافیت په موخه یې په ټولو سیمو کې ځايي مخور ګمارلي، تر څو له روانو چارو څارنه وکړي.

هغه وايي: «د دې لپاره له وړاندې سروې شوې، چې په کومو کلیو کې څه ته ضرورت دی، چې باید هغه کار کې ځوانان مصروف شي.

نو د هر کلي لپاره ځانګړی د نظارت ټیم ګمارل شوی او له هغو کسانو څارنه کوي، چې په کار بوخت وي.»

په همدې حال کې بیا د پکتیا ولایت د ځینو سیمو بې روزګاره ځوانان چې اوس مهال له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي، د دا ډول کاري زمینې برابرولو هر کلی کوي.

۳۵ کلن ولي خان چې د پکتیا ولایت د احمد ابا ولسوالۍ اوسېدونکی دی اطلاعات روز سره په خبرو کې یې وویل، له یوې خوا له همدې لارې کورنیو ته نفقه پیدا کوي او بل پلو یې په سیمه کې رغنیز کارونه هم ترسره کیږي.

نوموړی وايي: «له بې روزګارۍ ځوانانو ته دا هم ښه فرصت دی، ځکه له یوې خوا خپلې کورنۍ ته یوه ډوډۍ نفقه پیدا کوو او بل پلو بیا په خپل کلي او سیمه کې هغه رغنیز کارونه ترسره کوو، چې ورته اړتیا لیدل کیږي.»

د طالبانو له واکمېندو وروسته که څه هم نړیوالو موسساتو په بېلابېلو ولایتونو کې د بشري مرستو لړۍ پیل کړې، خو لاهم ګڼې افغان کورنۍ له اقتصادي مشکلاتو سره لاس او ګرېوان دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه