ننګرهارکې نوی ښوونیز کال، د نجونو د ورتګ پرته پېل شو

اطلاعات روز: د دغه ولایت په سړو سیمو کې له اوږده ځنډ وروسته ښوونځي پرانیستل شول، مګر له شپږم ټولګي پورته، نجونو ته پکې اجازه نده ورکړل شوې.

د ننګرهار ولایت د پوهنې رئیس مفتي حبیب حضرت حقاني نن (چهارشنبه ۳ د حمل) د نوي ښوونیز کال د پرانستو په مراسمو کې که څه هم مشخصه نه کړه، چې له شپږم ټولګي پورته نجونو ته به کله اجازه ورکول کېږي، خو زیاته یې کړه، چې د پوهنې وزارت پرېکړې ته په تمه دی.

نوموړی وایي، د پوهنې وزارت له ټولو امکاناتو په ګټې اخیستو هڅه کوي چې نوي ښوونیز کال کې د زده‌کوونکو لپاره مناسب چاپېریال برابر کړي.

حقاني زیاته کړه: «د هیواد د نورو سړو سیمو په شان په ننګرهار کې هم د سړو سیمو ښوونځي پرانیستل شول، چې په دې سره به په ټولو سړو سیمو کې ښوونځي پیل شي او همدارنګه انجونو ته تر شپږم ټولګي پورې د زده کړو اجازه ورکول کیږي او تر دولسم ټولګي پورې به انجونو ته هم اجازه ورکړل شي، خو په دې برخه کې د پوهنې وزارت پریکړې ته په تمه یو».

 نوموړي له ټولو ښوونکو او زده‌ کوونکو وغوښتل چې په پوره ډاډ خپلو زده‌ کړو او تدریس ته دوام ورکړي او دوی یې هر ډول حقونو ته ژمن دي.

د پوهنې رئیس پر والدینو هم غږ کړی چې خپل اولادونه له هر ډول تبعیض پرته ښوونځیو او نورو تعلیمي ادارو ته ولیږي.

کوچنۍ ارزو د شپږم ټولګي زده کوونکې ده  هغې اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، د ښوونځي سره ډیره مینه لرم، له پيل سره زموږ هیلې را ژوندۍ شوې.  

ارزو زیاتوي:«زه ډیره زیاته خوشاله یم ځکه چې له تیرو څو میاشتو راهیسې په دې تمه وم، چې کله به ښوونځي پیل شي، اوس چې مونږ ته د زده کړو اجازه راکړل شوه ډیره خوشاله یم او تمه لرم چې خپلو هیلو ته به ورسیږم او غوښتنه کوم چې د نجونو د زده کړو لپاره لا ډیر کار وشي».

بل لورته زده کوونکي د نوي ښوونیز کال پيل ته خوښ خو، په دې خواشیني دي، چې ولې له شپږم ټولګي پورته نجونو ته د زده کړو اجازه ورنکړل شوه.

که څه هم ویل کیدل چې د نوي ښوونیز کال په پیل سره به له شپږم تر دولسم ټولګیو پورې د نجونو ښوونځي پیل شي، خو تازه د پوهنې وزارت تر شپږم ټولګي پورته ښځینه ښوونځیو درسونه تر امر ثاني پوري ځنډولي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه