ارزګان‌مېشتي: اقتصادي ستونزو خلک د جنايي جرمونو ترسره کېدو ته اړ کړي

اطلاعات روز: ارزګان کې خلک وايي، په دې ورستيو کې د جنايي جرمونو ترسره کيدو سخت انديښمن کړي دي او غوښتنه کوي چې طالبان دې د مخنيوي لپاره لاس په کار شي.

د دې ولايت اوسيدونکي زیاتوي، د پخوا په پرتله غلاوې او شکونې زياتې شوي او هره ورځ د غلاوو پيښې رامنځته کيږي.

د ترينکوټ يوه اوسيدونکي عبدالرحمن چې څو ورځې مخکې يې غلو موټرسايکل ورڅخه تښتولی، اطلاعات روزته يې وويل چې په ښار او کلیوالو سيمو کې هره ورځ داسې يوه پيښه رامنځته کيږي چې د خلکو وسايط د غلو له خوا وړل کيږي.

هغه وايي، د غلاوو او شکونو لامل د خلکو بیکاري ده او خلک اړ دي چې د ډوډ‌ۍ پیداکيدو لپاره غلاوې او نورې غيرقانوني کړنې ترسره کړي.

هغه د طالبانو له حکومت څخه غوښتنه وکړه چې خلکو ته دې د کار زمينه برابره کړي ترڅو د جنايي پيښو ګراف ټيټ شي.

سفرمحمد بیا د ترينکوټ يو بل اوسيدونکی دی چې په ښار کې د جنايي پيښو ترسره کيدو ته انديښمن دی.

هغه وايي، که څه هم طالبانو په ښکاره د غلاو او نورو شکونو د مخنيوي هڅې کړې دي، خو وايي چې لاهم جنايي جرمونه ترسره کيږي او دغه ډول کړنو د خلکو انديښنې زياتې کړې دي.

هغه وايي، د پخوا په پرتله څوچنده غلاوې او جنايي جرمونه زيات شوي دي او له طالبانو څخه يې غوښتنه وکړه چې د مخنيوي لپاره يې کار وکړي.

نوموړي وويل: «طالبان خو په امنيت کې ښه دي خو غلاوې بیخي ډيرې شوې دي. هره ورځ په يوه کلي کې غلا کيږي طالبان هم کوشش کوي چې د غلاوو مخه ونيسي خو مخنيوي يې د دوی تر وس لوړه خبره ده.»

د ارزګان د امنيه قومندانۍ د جنايي جرمنو پر وړاندې د مبارزې مدير چې د غلاوو په تور يې څو تنه رسنيو ته وښودل، يو تن په غلا تورن کس چې نه غواړي نوم يې واخيستل شي اطلاعات روز ته وويل، چې څو مياشتې کيږي د ځان لپاره کار روزګار پیداکړي خو په خبره يې چې هېڅ کار نه ورپیداکيږي او اړ شوی دی چې غلا وکړي.

هغه وايي، که اقتصادي وضعيت ښه وی او يا هم ورته د کار زمينه برابره شوې وی، هيڅکله به يې غلا نه وی کړې. نوموړي له خلکو غوښتنه وکړه چې جنايي جرمونه ترسره نه کړي.

په ورته وخت کې د ارزګان ولايت د امنيه قومندانۍ چارواکي هم مني چې په دې ورستيو کې په ترينکوټ ښار کې د غلاوو ګراف لوړ شوی دی خو زياتوي چې دوی يې د مخنيوي لپاره کار کوي.

د ارزګان ولايت د امنيه قومندانۍ وياند اغاولي قريشي اطلاعات روز سره په خبرو کې وويل چې جنايي جرمونو ترسره کيدل دوی ته د تير حکومت څخه په ميراث پاتې دي.

هغه وايي، په دې وروستيو کې طالبانو د جنايي جرمنو د مخنيوي لپاره هڅې کړي دي او شل فيصده يې د تيرو وختونو په پرتله جنايي پېښې کمې شوې دي.

نوموړي وويل: «جنايي جرمونه زيات شوي دي خو دغه هر څه د تير حکومت څخه موږ ته په ميراث پاتې شوي دي. دغه اوس زموږ کسان پوره هڅه کوي چې جنايي جرمونه کنټرول کړي او موږ لاسته راوړنې هم لرو چې د پخوا په پرتله شل سلنه اوس د جنايي پيښو ګراف ټيټ شوی دی.»

ارزګان کې داسې مهال خلک د جنايي جرمونو د زياتېدو څخه شکايت کوي چې د تير ۱۴۰۰ کال د کب مياشتې پر ۲۵ نېټه نړیوال بانک ويلي و چې د طالبانو له واکمنېدو سره په تېرو اوو میاشتو کې د هغو کسانو شمېر دوه برابره شوی چې ډوډۍ او نور اړین شیان نه‌وررسېږي.

نړیوال بانک ویلي و چې د افغانستان نیمایي خلک نه‌شي کولای چې درې وخته ډوډۍ وخوري او د تېر کال د جولای او اګسټ میاشتو کې دا شمېره ۲۵ په سلو کې وه.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه