کونړ کې د رسنیو فعالیت محدود شوی دی

اطلاعات روز: کونړ کې د ۳۳ خصوصي رسنیو له ډلې یوازې ۳ رسنۍ محدود فعالیتونه کوي.

یاد ولایت کې د «بدلون» په نامه د یوې خصوصي راډیو مشر خانولي سالارزي اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، خصوصي رسنۍ تر ډېره په تجارتي او پروژوي اعلاناتو چلېدې، خو اوس دغه سرچینې وچې شوې دي.

د سالارزي د معلوماتو له مخې، یاد ولایت کې کابو ۳۳ بېلابېلې رسنۍ فعالې وې، چې ډېرې یې چاپي وې، خو اوس مهال کونړ کې له ملي تلویزیون پرته ۳ اف‌ام راډیوګانې فعالیت کوي، چې هغوی هم د مالي امکاناتو د کمښت له امله د تړل کېدو له ګواښ سره مخ دي.

سالارزی زیاتوي: «د پخوا په څېر امکانات نشته، نو موږ د خپرونو وختونه هم محدود کړي او هم مو کارکوونکي کم کړي، پخوا زموږ د راډیو ټول پرسونل ۱۲ کسان وو چې اوس یوازې ۳ تنه دي، که وضعیت همدغه ډول دوام وکړي، ممکن نور د راډیو چلول زموږ له وسه پورته شي.»

د مالي امکاناتو نشتوالی یوازینۍ ستونزه نه ده، چې رسنیزه برخه یې زیانمنه کړې، بلکې په لوړه کچه حکومتي مالیه او بانکي محدودیتونو هم د رسنوالو کار ستونزمن کړی دی.

کونړ کې د «ځلا» په نامه د یوه خصوصي راډیو تلویزیون مشر شکېب سانین اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل، د رسنیو د تړل کېدو ستر لامل، د حکومت لخوا لوړه مالیه ده.

هغه وایي، د طالبانو حکومت د یو فرمان له مخې وړو سوداګرو ته مالیه معاف کړې، خو رسنۍ یې په دې برخه کې له پامه غورځولې دي.

شکیب سانین زیاته کړه: «د تېر نظام له سقوط وروسته زموږ د ۱۳ کارکوونکو له ډلې یوازې ۲ کسان پاتې دي، موږ یې د معاش ورکولو توان نه درلود، ځکه مالي امکانات نشته او مصارف ډېر دي، د برېښنا بیل، د ودانۍ کرایه، حکومتي مالیه، جواز نوي کېدل، دا هر څه پیسې غواړي.»

له دغو ستونزو ورهاخوا ځینو خصوصي رسنیو خپلو خپرونو کې تغییرات راوستي، داسې چې سندریزي او تفریحي خپرونې یې بندې یا هم کمې کړې دي.

کونړ کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولان هم مني، چې په دغه ولایت کې رسنۍ زیانمنې شوې دي.

د یاد ریاست د اطلاعاتو آمر جنت ګل فدا اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل، په خپرونو کې د بدلون په موخه، اطلاعاتو او فرهنګ ریاست کوم اقدام نه دی کړی او ممکن دا تغییرات د رسنیو کارکوونکو پخپله راوستي وي.

هغه وایي: «کونړ کې کابو ۳۳ بیلابېلو رسنیو فعالیت کاوه، چې دې برخه کې مجلې، جریدې، مهالنۍ، میاشتنۍ او ګڼې نورې غږیزې رسنۍ شاملې وې، چې اوس یوازې ملي راډیو تلویزیون او درې نورې خصوصي رسنۍ فعالې دي، پاتې نورې یې د مالي امکاناتو د نشتوالي له امله تړل شوې دي.»

د رسنیو له تړل کېدو سره هممهاله ګڼ خبریالان هم بې روزګاره شوي، چې ډېر یې د اقتصادي ستونزو له امله بهرنیو هېوادونو ته تللي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه