د کندهار اوسيدونکي: بې‌وزلو ته دې د مرستو پر ځای د کار زمينه برابره شي

اطلاعات روز: کندهار کې خلک وايي، واک ته د طالبانو حکومت له رسېدو وروسته زرګونه کسان بيروزګاره شوي او هره ورځ په دې تمه ناست وي ترڅو مرستې ترلاسه کړي.

دوی وایي، په دې وروستیو څو میاشتو کې په کندهار کې د بې روزګارۍ کچه ډېره لوړه شوې او اکثره کورنۍ د خوړلو لپاره هم څه نه لري.

د دوی په خبره، که څه هم په کندهار کې پر غریبو کورنیو د مرستو د وېش لړۍ چټکه شوې خو دا مرستې یوازې د لنډ وخت لپاره دي او د خلکو ستونزې په دوامداره توګه نه شي حلولی.

د دغه ولايت دوه اوسيدونکي مطيع الله او فضل احمد وايي، دولت او مرسته کوونکي بنسټونو ته په کار ده چې خلکو ته د مرستو ورکولو پر ځای ورته د کار زمينه برابره کړي ترڅو خلک له وړیا مرستو اخيستو خلاص شي.

کندهار کې د چارو څارونکي وايي، په دې وروستيو مياشتو کې بیروزګاري په زياته اندازه لوړه شوې ده او خلک له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

يو تن کارپوه عابد ځلاند وايي، که خلکو ته د مرستو ورکولو پر ځای د کار زمينه برابره شي، ډير خلک به د خپلې کورنۍ لپاره حلاله روزي په لاس راوړي.

هغه وايي که د مرسته کوونکو ادارو لخوا خلکو ته دغه ډول د مرستو پروسه دوام وکړي په راتلونکي کې به خلک کار کولو ته زړه ښه نه کړي.

په کندهار کې د موسیساتو مسوولین بیا وایي، هڅه کوي چې خلکو ته د کار زمینه برابره کړي او د کار په بدل کې هغوی ته پيسې یا هم خوراکي توکي ورکړي.

په کندهار کې د سرف افغانستان (Serve Afghanistan) موسسې مسوول عبدالطیف حمیدي وايي، د دغه موسسې اصلي هدف دا دی چې معلولینو او نورو اړو کسانو ته د کار زمینه برابره کړي او د دوی له استعدادونو څخه کار واخلي.

په همدې مهال د کندهار د اقتصاد رییس عبدالسلام بریالی اطلاعات روز ته وويل هڅه کوي چې ښځو او نارینه وو ته د بنسټیزو او دوامداره کارونو زمینه برابره کړي ترڅو هغوی وکولی شي چې د خپلو کورنیو لپاره حلاله نفقه برابره کړي.

نوموړي وويل: «موږ ته هم دا ښه نه ښکاري چې خلک په مرستو اموخته شي ښه تکړه ځوانان شته موږ د موسیساتو د مسولينو سره په دې برخه کې ږغيدلي يو ترڅو بیکارو ځوانانو ته د کار زمينه برابره کړو.»

که څه هم اوس مهال په کندهار کې د غریبو، کونډو او یتیمانو له کورنیو سره مرستې زیاتې شوي خو خلک وايي، مرستې کېدای شي د څو میاشتو لپاره وي خو وروسته له هغه هم خلک کار او روزګار ته اړتیا لري.

په ټول هېواد کې اوس مهال خلک سخت بیروزګاره شوي دي او هڅه کوي چې د بیلابیلو لارو څخه د خپلې کورنۍ لپاره روزي ترلاسه کړي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه