اطلاعات روز: په لوګر ولایت يو کس د نامالومه وسله والو له خوا په ډزو سره وژل شوی.
د مرکز پلعلم اړوند «پورک» سیمې اوسېدونکي وايي، د ۲۵ کلونو په عمر يو ځوان وړمه ورځ نامالومه وسله والو له کوره تر بيول کېدو وروسته وژلی او نن يې جسد موندل شوی دی.
خلک دا ډول پېښو سخت اندېښمن کړي او د طالبانو له امنيتي مسوولينو غوښتنه کوي، چې عاملين دې پيدا او سزا دې ورکړل شي.
په لوګر ولايت کې د طالبانو د امنيه قومندانۍ مسوولين هم پېښه تاييدوي او په دې اړه د څېړنو د پيل خبر ورکوي. د امنيه قوماندانۍ وياند احمدالله انس وايي، چې تر اوسه يې په پېښه کې يو تن ښکېل شکمن کس نيولی دی.
