اطلاعات روز: د هلمند ولایت ګرشک ولسوالۍ کې طالبانو هغه فابريکه موندلې چې د نشهیي توکو اومه مواد په کې پخېدل.
د هلمند ولايت د اطلاعات او فرهنګ رياست څخه اطلاعات روز ته په راليږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د طالبانو امنيتي کسانو تيره ورځ (سهشنبه، د کب په ۲۴مه) په ګرشک ولسوالۍ کې پر يادې فابریکې چاپه وهلې ده.
خبرپاڼه کې ليکل شوي چې د نشهیي توکو په دغه فابريکه کې د ګڼو مخدره توکو ترڅنګ ۸ کسان هم نيول شوي دي.
سرچينه ليکي چې د مخدره توکو د کاروبار په تور نيول شوي کسان د طالبانو عدلي او قضايي ارګانونو ته پيژندل شوي دي.
له کله چې طالبان واک ته رسيدلي د افغانستان په جنوبي ولايتونو کې د نشهیي توکو د کرکېلې کچه زیاته شوې او په سلګونه کسان د نشهیي توکو په کرکېلې بوخت دي.
