طالبانو پکتیا کې د امنیت ساتنې په موخه له خلکو د همکارۍ غوښتنه کړې

اطلاعات روز: د هوا له ګرمېدو سره سم د امنیتي وضعیت د کنټرول لپاره په پکتیا ولایت کې د طالبانو د امنیه قومندانۍ امنیتي مسوولینو ګردېز ښار کې د ۱۱۹ شمېره فعاله کړې او له خلکو یې غوښتنه کړې، چې د امنیت په تامین کې ورسره مرسته وکړي.

د امنیه قومندانۍ طالب مسوولین وايي، د امنیت په تامین کې د ولسي خلکو همکاري اړینه ده، نو ځکه یې د ۱۱۹ وړیا شمېرې د فعالولو پریکړه کړې.

د پکتیا په امنیه قومندانۍ کې د ۱۱۹ شمېر طالب مسوول عبدالباري منیب وايي، دا کار یې د ښار او اړونده سیمو د خلکو امنیت ساتنې په موخه کړی.

هغه وویل: «مونږ دلته په ګردېز کې ۱۱۹ شمېره فعاله کړې، تر څو ښاریان د امنیتي او جنايي پېښو په مخنیوي او خبراوي کې راسره مرسته وکړي.

دغه شمېر وړیا ده او ۲۴ ساعته به فعاله وي، نو په ټوله کې ویلی شو، چې د ولس له همکاري پرته مونږ د امنیت په راوستلو کې له ستونزو سره مخ کېږو.»

په همدې حال کې بیا د پکتیا اوسېدونکي د هوا په ګرمېدو اندېښمن دي او د طالبانو له امنیتي مسوولینو د امنیت په راوستلو کې د ځانګړې پاملرنې غوښتنه کوي.

د ګردېز ښار یو تن هټۍ وال پیرمحمد اطلاعات روز ته وویل، چې هر کال د موسم له ګرمېدو سره د امنیتي پېښو کچه لوړیږي، چې د هغه په خبره سږ کال یې هم داسې اوازې اورېدلې، چې ګواکې په ځینو سیمو کې به جګړه زور واخلي.

هغه وویل: «مونږ د ۱۱۹ شمېرې له فعالېدو هرکلی کوو، ځکه که اوس هر څومره امنیت تامین وي، خو د جنايي او هدفي پېښو مخنیوی یو څه ستونزمن کار دی.

له طالبانو مو غوښتنه دا دی، چې د خلکو امنیت ساتنه وکړي، ځکه مونږ ځینې اوازې اورو، چې اوړی به داعش په ځینو ولایتونو کې خپلو بریدونو ته زور ورکړي، نو د دې د مخنیوي لپاره له وړاندې چمتوالی پکار دی.»

د دې ولایت یو بل اوسېدونکی فاروق بیا د طالبانو له نظامي مسوولین غوښتنه کوي، چې د نوي کال له رارسېدو وړاندې باید په ښار کې له نظامي یونیفورم پرته خپلو کسانو ته د ګرځېدو اجازه ور نه کړي.

د نوموړي په خبره، چې اوس مهال د نامسووله وسله والو او نظامي طالبانو ترمنځ هیڅ توپیر نه کیږي، چې دې چارې جنايي جرمونو ته لاره هواره کړې ده.

فاروق وايي: «مونږ د طالبانو د امنیه قومندان، د ملي امنیت له ریس او د قول اردو له قومندان څخه دا هیله لرو، چې خپل نظامي کسان په منظم یونیفورم سمبال کړي.

اوس په ښار کې دا مالومات نه کیږي، چې نظامي طالب څوک دی او غیر نظامي یې څوک دی.»

د طالبانو د امنیه قومندانۍ مسوولین په داسې مهال د ۱۱۹ شمېره  فعالوي، چې په تېرو شپږو میاشتو کې په پکتیا ولایت کې ۱۴۵ جنايي او امنیتي پېښې رامنځته شوې دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه