اطلاعات روز: د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې د ۴۵ ميليونه افغانيو په لګښت د يوه لوی بند د رغېدو چارې پیل شوې.
د طالبانو د کرنې او مالدارۍ وزارت مرستيال مولوي صدراعظم چې د دغه بند د بنسټ ډبرې ايښودلو په هدف کندهار ولايت ته تللی و، د چارو د پیل پر مهال يې وويل چې د ۴۵ ميليونه افغانيو په اندازه د دغه بند چارې په سپین بولدک ولسوالۍ کې پیل شوي دي چې لګښتونه يې د کرنې او مالدارۍ وزارت لخوا ورکول کيږي.
هغه وايي د ياد بند په رغیدو سره به څلوېښت زره جریبه ځمکه به خړوبه او سلګونه کسانو ته به د رغيدو په چارو کې د کار زمينه برابره شي.
نوموړي وويل: «دا بند د ۴۵ میلیونه افغانیو په لګښت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له لوري جوړیږي، چي لس میلیون متره مکعب اوبه ځایوي او څلوېښت زره جریبه مځکه به خړوبه کړي چي ددې بند د جوړېدو په برخه کي به په سلګونه خلګو ته د کار زمینه هم برابره شي.»
په کندهار کې د طالبانو والي محمد يوسف وفا د ياد بند د رغيدو د چارو له پیل څخه خوښي وښوده او زياته يې کړه چې د بند په رغيدو سره به د هغو کروندګرو د اوبو د کمي ستونزه حل شي چې د کرهنې په برخه کې یې تر دې وړاندې درلودې.
هغه وايي: «دا بند خورا مهم دی په دې بند کي د اوبو ذخیره کېدل به ددې لامل سي، چي کروندګر د ځمکو لپاره له اوبو څخه برخمن سي او د دوی کښتونه به په کافي اندازه اوبه ولري.»
د دې بند روغونې چارې په داسې مهال پیل شوي، په افغانستان کې د تير جمهوري نظام په ړنګيدو سره په ګڼو ولايتونو کې د اوبو د بندونو د رغيدو چارې دا مهال ولاړې دي.
