اطلاعات روز: کندهار کې د طالبانو امنیتي چارواکي وايي، د دې ولایت سپین بولدک ولسوالۍ د شیرو اوبو په سیمه کې د ډيورنډ کرښې په صفري نقطه کې دوه تنه د نظامي وسلو د قاچاق په تور نیول شوي دي.
د طالبانو د ۲۰۵ البدر قول اردو ویاند مولوي شکیب وايي، تېره ورځ (یکشنبه، د کب په ۲۲مه) مازیګر مهال شپږو تنو په یوه موټر کې ګڼ شمېر نظامي وسلې لېږدولې او غوښتل یې له ډيورنډ کرښې یې پاکستان ولېږدوي چې د طالبانو سرحدي ځواکونو له خوا پېژندل شوي دي.
دی وایي، کله چې امنیتي مسوولینو دغه موټر ته د درېدو امر کړی و، موټرچلوونکي موټر نه و درولی او وروسته امنیتي سرتیرو تعقیب کړی و خو دغه کسانو موټر د غره پر لوري پورته کړی و.
د هغه په خبره، دا چې نور د هغوی لپاره لاره نه وه، نو ځکه طالب امنیتي سرتیرو دوه تنه خدای رحیم او خان جان د موټر سره نیولي وو او نور کسان په تېښته بریالي شوي دي.
په همدې مهال په سپين بولدک ولسوالۍ کې د ټولي قرارګاه مسوول حقاني وايي، په نیول شویو وسلو کې ۴ امریکايي ثقیلان، ۲ کارمولي توپکان، ۳ زره مرمۍ، د یو ثقیل میل او دوه د کارمولي توپکانو میلان نیول شوي دي.
هغه وایي، په نیول شویو کسانو کې یو تن سرسري ژوبل شوی هم دی او د پاتې څلورو تنو په اړه هم پلټنه روانه ده.
طالبان وایي، دا لا تر اوسه نه ده معلومه چې دغه کسانو یادې وسلې له کومې خوا راوړې وې او په اړه یې له نیول شویو کسانو څخه پوښتنې روانې دي.
د طالبانو په واکمنۍ کې د افغان پوځ سلګونه وسلې او نظامي تجهیزات بهرنیو هېوادونو په ځانګړې توګه پاکستان ته قاچاق شوې دي.
