پکتیا کې هم د کار بدل کې د غنمو ورکړې لړۍ پیلېږي

اطلاعات روز: د بې روزګارۍ کچې لوړېدو سره، پکتیا کې د طالبانو د کرنې ریاست ۴۰۰۰ کسانو ته د کار په بدل کې د غنمو ورکول پیلوي.

د پکتیا ولایت لپاره د طالبانو د کرنې ریاست مسوولین وايي، په دغه ولایت کې بې روزګاره ځوانانو ته د کاري فرصت برابرولو په موخه به په راتلونکي څو ورځو کې د کار په بدل کې د غنمو ورکړه پیل کړي.

د دوی په وینا چې د بې روزګارۍ کچې د راټیټولو لپاره یې ځانګړی پلان چمتو کړی، تر څو هغه ځوانان چې اوس مهال بې روزګاره شوي د کار په بدل کې ورته غنم ورکړي.

د پکتیا ولایت د کرنې ریس عبدالروف سعید وايي، چې دوی ته له پلازمېنې کابل څخه په همدې موخه چې ځوانانو ته د کار زمینه برابره شي شاوخوا ۱۱۵۰ مټریک ټنه غم دغه ولایت ته رالېږل شوي دي.

هغه وویل: «رښتیا هم په هیواد کې د بې کارۍ کچه لوړه شوې، نو د دې لپاره چې ځوانانو ته کاري فرصتونه برابر شي، نو مونږ په دې موخه ۴۰۰۰ ځوانانو ته به د کار په بدل کې غنم ورکوو، ځکه دا د مرکزي ادارې پرېکړه ده او تیار یې ۱۱۵۰ ټنه غنم رالېږلي دي.

نو په دې سره به زمونږ ۴۰۰۰ بې روزګاره ځوانان نه یوازې په کار وګمارل شي، بلکې خپلو کورنیو ته به له دې لارې یوه ډوډۍ رزق هم برابر کړي.»

سعید زیاته کړه، چې د ولایت مقام ترڅنګ به د ځینو ریاستونو یوه ګډه کمېټه پرېکړه کوي، چې د غنمو په بدل کې له ځوانانو په کمو برخو کې کار واخلي.

هغه وویل: «مونږ به د ولایت مقام تر رهبرۍ لاندې ګډه کمېټه جوړه کړې، چې په پکتیا ولایت کې هغه لومړني او اړین کوم کارونه دي، چې د غنمو په بدل کې یاد ۴۰۰۰ ځوانان یې ترسره کړي.»

په همدې حال کې بیا د دې ولایت ځینې بې روزګاره ځوانان اوسني اقتصادي وضعیت ته په کتو خوښ دي، چې دوی ته د کار په بدل کې غنم ورکوي.

وکیل نور محمد وویل، د نظام له بدل وروسته سلګونه ځوانانو نه یوازې چې دندې له لاسه ورکړې، تر څنګ یې په نورو کاروبارونو هم منفي اغېز کړی دی.

نوموړی وايي: «په پکتیا ولایت کې اوس مهال سلګونه ځوانان بې روزګاره دي، هغه چې په تېر نظام کې یې دندې درلودې، اوس هغوی په کور پراته دي او مونږ که فکر ورکړو روان وضعیت په هر څه منفي اغېز کړی دی.

دغه د کار په بدل کې د غنمو ورکړه ښه اقدام دی، ځکه ځوانانو ته به له یوې خوا یوه ګوله ډوډۍ برابره شي او بل پلو به په پکتیا کې د پروژو په ټپه درېدلی حالت حرکت ورکړي.»

واک ته د طالبانو له رسېدو څه باندې شپږ میاشتې تېریږي، د دومره مودې په تېرېدو لاهم د خلکو اقتصادي ستونزو ته رسېدنه نه دی شوې او ګڼ ځوانان د بې روزګارۍ له امله په ناقانونه ډول د پیسو ګټلو په موخه بهرنیو هیوادونو ته د تګ هڅې کوي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه