خبریال: حبیبالله سراب
واک ته د طالبانو له رسېدو څه باندې شپږ میاشتې تېریږي، که څه هم د امنیتي پېښو کچه راکمه شوې، خو د جنايي پېښو په مخنیوي کې لاهم د پام وړ کموالی نه دی راغلی.
په پکتیا ولایت کې د طالبانو لپاره د امنیه قومنداني د جنايي جرمونو سره د مبارزې مدیریت مسوولین وايي، په دغه ولایت کې له تېرو شپږو میاشتو راهیسې له دوی سره په بېلابېلو برخو کې ۱۴۵ د جنايي جرمونو پېښې ثبت شوې دي.
د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې طالب مدیر بادشاه احمد وايي، له دوی سره د جنايي جرمونو پر مهال د غلا، مخدره موادو قاچاق او انسان تښتونې په تور لسګونه کسان نیولي، چې قضیې یې د څېړلو په موخه اړونده ادارو ته لېږلې دي.
هغه وویل: «مونږ په تېرو شپږو میاشتو کې ۱۴۵ قضیې له ځان سره ثبت کړې، چې په دغو کې د غلا، قاچاق او انسان تښتونې پېښې شاملې دي. د دغه ترڅنګ مونږ د ترسره شویو جنايي جرمونو په تړاو د ۲۸۲ کسان چې نیول شوي، قضیې مو یې اړونده عدلیې او قضايي ارګانونو ته سپارلې دي.»

بادشاه احمد زیاته کړه، چې د ناقانونه وسلو او خپلسرو وسله والو په وړاندې یې تر دې دمه د ښځینه پولیسو په همکارۍ پنځه ځله عملیات ترسره کړي.
نوموړی وايي: «مونږ په تېرو شپږو میاشتو کې د ناقانونه وسلو او هغو کسانو چې امنیت ته ګواښ پېښوي، پنځه ځله مو پرې عملیات ترسره کړي، چې په دې کې له مونږ سره ښځینه پولیسې هم شاملې وې. دغه عملیات زمونږ لپاره له ګڼو لاسته راوړنو ډک و او زیاته اندازه وسله مو راټوله کړې ده.»
د پکتیا ولایت اوسېدونکي له اوسني امنیتي وضعیت خوښ دي، خو د قاچاق او غلاو پېښو په زیاتېدو اندېښنه څرګندوي.
د دغه ولایت د اوسېدونکو په وینا چې د مرکز اړوند په ځینو سیمو کې د شپې له خوا نامالوم کسان له جوماتونو وسایل او د برښنا لینونه غلا کوي، چې د دوی په وینا اړونده امنیتي ادارې یې په مخنیوي کې پاتې راغلې دي.

د مرکز ګردېز اوسېدونکی توریالي اطلاعات روز سره په خبرو کې وویل، چې دوی په تېرو دوو میاشتو کې د ګڼو جنايي جرمونو د پېښو رامنځته کېدو شاهدان دي.
د نوموړي په خبره یوه ډله نامالوم کسان د شپې له خوا ځینو کلیو ته په ورتګ برښنايي لینونه غلا کړي دي.
توریالي وویل: «مونږ له امنیت خوښ یو، خو په دې وروستیو کې زیاتې داسې پېښې وشوې او لاهم خلک ورسره مخ کیږي، چې له جوماتونو ځینې کسان بېټرۍ، شمسي او نور وسایل غلا کوي او د دې ترڅنګ له ګڼو کورونو د برښنا تارونه هم پرې شوي او وړل شوي دي.»

د ګردېز یو بل اوسېدونکي داود توتاخېل هم د جنايي پېښو په ډېرېدو اندېښمن دی.
هغه اطلاعات روز ته وویل، چې د غلا او قاچاق مخنیوي لپاره باید اړونده امنیتي ادارې کوټلي ګامونه واخلي.
هغه وویل: «د غلا او قاچاق زیاتېدل د ولس او حکومت دواړو په تاوان دي، ځکه مونږ په دې وروستیو کې ځینې پېښې ولیدې، چې له خلکو یې د برښنا لینونه پرې کړل او یا هم له ځینو کورونو شمسي غلا شوې، نو زمونږ غوښتنه دا دی، چې امنیه قومندانۍ او حوزې باید دا ډول کسان ونیسي او قانوني سزا ورکړي.»
په پکتیا کې د طالبانو د امنیه قومندانۍ امنیتي مسوولین په داسې مهال د جنايي پېښو شمېر وړاندې کوي، چې تر دې وړاندې د سویل ختیځ زون په خوست ولایت کې هم دې ته ورته د بېلابېلو جرمونږ په تور لسګونه کسان نیول شوي و.
په دغو ولایتونو کې د غلا او قاچاق پېښو د ډېرېدو لامل د خلکو په خبره چې د ځوانانو بې روزګاري او د کاري فرصتونو نه شتون بلل کیږي.
