اطلاعات روز: د ارزګان ولایت په خاص ارزګان ولسوالۍ کې د مخکیني نظام د پولیسو د یوې امنیتي پوستې قوماندان په خپل کور کې وژل شوی دی.
یوې ځاي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط اطلاعات روز ته وویل، د اخترمحمد په نوم دا پولیس قوماندان تېره شپه (جمعه، د کب په ۲۰مه) د ولسوالۍ په مرکز کې په خپل کور کې د کورنۍ د نورو غړو مخې ته داسې مهال د وسله والو په ډزو ووژل شو، چې د ډوډۍ خوړلو په حال کې و.
سرچینه وایي، پېښه تیر ماښام اته بجې د نیکروزو په کلي کې داسې مهال رامنځته سوه، چې د دې پولیس قوماندان کور د ولسوالۍ د دولتي ودانیو څنګ ته دی.
په ورته وخت کې د ارزګان ځايي چارواکي هم تاييدوي چې تيره شپه په خاص ارزګان ولسوالۍ کې د تير حکومت يو نظامي کس وژل شوی دی.
د ارزګان د اطلاعات او فرهنګ رییس ملا محمد اصف په دې اړه اطلاعات روز ته وويل چې وژل شوي کس د خاص ارزګان د نکروز سیمې دی چې د شخصي دښمنۍ له امله وژل شوی دی.
هغه وايي دوی د يادې موضوع په اړه څيړنې پیل کړي دي او په خبره يې چې په طالبانو پورې د دغه کس وژنه تړاو نه لري.
ملا محمد اصف وويل: «د دې کس وژنه په امارت پورې تړاو نه لري. دا کس د خپلې شخصي دښمنۍ له امله وژل شوی دی. موږ د دې موضوع په اړه پلټنې پیل کړي دي او زموږ عملیات روان دي، موږ هغه شماره هم پیدا کړې، کوم چې له دې کس سره اړیکه پرې نیول شوې وه او وروسته وژل شوی دی.»
واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته په ارزګان کې تر دې مخکې هم د تير حکومت نظامي کسان وژل شوي خو تر دا مهال يې په تړاو څوک نه دي نيول شوي.
اخوا بیا د تير حکومت زيات نظامي کسان د ويرې له امله په قاچاقي ډول ګاونډيو هېوادونو ته تللي دي.
