زابل کې سلګونه ماشومان د «فنګس» په ناروغۍ اخته شوي

اطلاعات روز: د زابل روغتيايي چارواکي خبر ورکوي چې د دې ولايت په شينکۍ ولسوالۍ کې په ماشومانو کې يو ډول فنګسي ناروغۍ پیدا شوې ده چې تر دا مهاله سلګونه ماشومان په ياده ناروغۍ اخته شوي دي.

د زابل ولايت د شينکۍ ولسوالۍ اوسيدونکي وايي، ددې ولسوالۍ په بیلابیلو کليو کې يو ډول فنګس پیدا شوی چې دوی يې سخت انديښمن کړي دي.

د سیمې اوسيدونکي عبدالباري په دې اړه اطلاعات روز ته وويل، چې د سیمې خلک د ياد ويروس له امله سخت انديښمن شوي ځکه تراوسه په ډيرو کليو کې ياده ناروغي خپره شوې ده.

هغه وايي، هغه ماشومان چې په دغه ويروس اخته کیږي په سر کې يې يو ډول دانې راپورته کيږي چې وروسته د سر ټول ويښتان يې له منځه وړي.

نوموړي وويل چې د سیمې خلکو خپل ماشومان ګاونډي هېواد پاکستان ته د درملنې لپاره انتقال کړي دي.

ده د طالبانو له حکومت څخه د دغه ويروس د کنټرول کيدو غوښتنه وکړه.

نوموړي وويل :«دغه يو ډول فنګسي ناروغۍ ده چې د ماشومانو په سر کې پیداکيږي او د سر ويښتان يې له منځه وړي. تراوسه يې د زابل په شينکۍ ولسوالۍ کې سلګونه ماشومان نيولې دي. د دغه ويروس سرعت زيات چټک دی زموږ سیمې ته روغتيايي ټيمونه ليږلي دي چې د ياد ويروس د خپريدو مخه ونيسي.»

د شينکۍ ولسوالۍ يوه بل اوسيدونکي عبیدالله هم اطلاعات روز سره په خبرو کې وويل چې د دې سیمې په ډيرو برخو کې اوس ياد ويروس خپور شوی دی او مخنيوي يې سخت شوی دی.

هغه وايي د شينکۍ ولسوالۍ زيات خلک سخته غريبان دي او د دغه ډول ناروغيو مخنيوی يې تر وس پورته خبره ده.

دی وايي د سيمې ډيرو خلکو خپل ناروغان د درملنې په هدف پاکستان هېواد ته انتقال کړي دي خو اوس لارې هم ورباندې تړل شوي دي.

نوموړي غوښتنه وکړه چې طالبان دې روغتيايي ټيمونه دغې سیمې ته وليږي ترڅو د ويروس کنټرول وکړي.

د زابل د عامي روغتيا ريس ډاکټر عبدالحکيم حکيمي د اطلاعات روز سره په خبرو کې وويل چې دغه فنګس تراوسه د زابل د شينکۍ ولسوالۍ په ډيرو کليو کې په ماشومانو کې خپور شوی دی.

هغه وايي ياد ويروس د ماشومانو په سر کې رامنځته کيږي او د سر ويښتان يې له منځه وړي.

د حکيمي په خبره چې تراوسه يې روغتيايي ټيمونه سیمې ته ليږلې ترڅو د ياد ويروس د سرعت مخه ونيسي.

هغه وايي ياد ويروس له ګاونډيو هېوادونو څخه دغې سيمي ته انتقال شوی دی او په خبره يې چې دوی اوس د ياد ويروس د کنټرول کولو هڅې کوي.

د زابل روغتيايي چارواکي وايي د يادې ناروغۍ د مخنيوي لپاره د ځان او کورنۍ پاک ساتل مهم دی او له خلکو غوښتنه کوي چې استعمال کيدونکي توکي دې پاک وساتي.

د معلوماتو له مخې دغه ويروس په ډيرې چټکتيا سره په ماشومانو کې د خپريدو په حال کې دی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه