اطلاعات روز: هلمند کې ځایي مسوولین وایي، د دې ولایت مارجې ولسوالۍ کې د یوې زړې مرمۍ چاودنې د یوې کورنۍ اووه تنه ټپيان کړي دي.
دهلمند داطلاعاتو کلتور ریاست مرستیال مولوي محمد قاسم ریاض وایي، پېښه تیره ورځ (جمعه، د کب ۲۰مه) مازیګر مهال د یادې ولسوالۍ «دښت» سیمه کې د یوې ناچاوده مرمۍ چاودنې له امله رامنځته شوې ده.
هغه وایي چې دغه ۷ تنه ټپیان شوي کسان چې مور، پلار او اولادونه یې په کې شامل دي، روغتون ته انتقال شوي او تر درملنې لاندې دي.
تیره ورځ د ارزګان ترینکوټ ښار کې هم د یوې ناچاوده هاوان ګولۍ د چاودنې له امله د یوې کورنۍ درې کسان ټپیان شوي ول. د تیرو جګړو څخه د پاتې شوو ناچاوده توکو له امله هره ورځ عامو خلکو ته مرګژوبله اوړي.
