له بې‌کېفیته او لوړقېمته انټرنېټه شکایتونه؛ خوست‌مېشتي: خلک یې د اخیستو توان نه‌لري

خبریال: حبیب الله سراب

خوست د سوېل ختیځ زون له ګڼ نفوسه ولایتونو ګڼل کیږي. زیاتره اوسېدونکي یې اوس مهال له مخابراتي خدمتونو ګټه اخلي.

د دغه ولایت اوسېدونکي وايي، د نظام له بدلون وروسته که څه هم په ځینو لرې پرتو سیمو کې شخصي مخابراتي شرکتونو فعالیت پیل کړی، خو د دوی په خبره چې لاهم په خدماتو کې د پام وړ ښه والی نه دی راغلی.

د دوی په وینا په ټيټ کیفیت مخابراتي خدمات یې کاروبار ټکنی کړی او خپلې ورځنۍ چارې په سمه توګه په مخ نه شي وړلی.

د مرکز متون اوسېدونکی صدیق بهیر اطلاعات روز سره په خبرو کې وویل، چې د طالبانو په راتګ هغو سیمو کې هم د مخابراتي شبکو انتنونه نسب شوي، چې پخوا د جګړو له امله نه و، خو د نوموړي په وینا چې نه یوازې په خدماتو یې مثبت اغېز کړی، بلکې کیفیت یې لا ټيټ شوی دی.

هغه وویل: «دلته په خوست کې زیاتره خلک انټرنېت کاروي او له دې لارې خپل کاروبار پر مخ وړي، خو د انټرنېټ کیفیت دومره ټیټ دی، چې عادي کار هم نه شي ترې اخیستل کېدای. دلته د طالبانو حکومت په راتګ په مرکز او هغو ولسوالیو کې نوې د مخابراتو شبکې نسب شوې، خو پخوا په کې اجازه نه ورکول کېده او یا هم له منځه په کې وړل شوې وې، ولې له همدې سره سره بیا هم خدمات کمزوري دي.»

د دغه ولایت اوسېدونکي وايي، د نظام له بدلون وروسته که څه هم په ځینو لرې پرتو سیمو کې شخصي مخابراتي شرکتونو فعالیت پیل کړی، خو د دوی په خبره چې لاهم په خدماتو کې د پام وړ ښه والی نه دی راغلی.

د تڼیو ولسوالۍ اوسېدونکی داود شاه بیا د انټرنیټ په لوړو بیو نیوکه کوي. هغه اطلاعات روز ته وویل، چې د انټرنېټ بیې په بېساري ډول دي، خو کیفیت یې خورا ټیټ دی.

نوموړی د خوست ولایت د مخابراتو ریاست له مسوولینو غوښتنه کوي، چې د بیو لوړېدو ترڅنګ دې په هماغه اندازه د انټرنېټ کیفیت هم لوړ کړي.

داود شاه وايي: «د مخابراتي خدمتونو کمزوري وړاندې کېدل یوه ستونزه ده، خو د دې سربېره بیا د انټرنېټ بیې دومره لوړې شوې، چې خلک یې د رانیولو توان نه لري. زمونږ د مخابراتو له مسوولینو دا غوښتنه ده، چې د انټرنیټي کڅوړو د بیو کنټرول وکړي او هم یې کیفیت لوړولو ته پام وکړي.»

خوست چې د ۱۲ ولسوالیو په لرلو د هیواد له غرنیو ولایتونو ګڼل کیږي، له نیمايي زیات نفوس یې په ولسوالیو کې ژوند کوي. د دغه ولایت د سپېرې ولسوالۍ اوسېدونکی توریالی وايي، دوی ته د طالبانو په راتګ په ځینو سیمو کې تازه د ځینو مخابراتي شبکو انتنونه نسب شوي، خو د نوموړي په خبره، چې لایې هم په هماغه اندازه فعالیت نه دی پیل کړی، چې خلک یې ورڅخه ښه ګټه پورته کړي.

هغه وویل: «مونږ په غرنیو ولسوالیو کې اوسېږو، پخوا د جګړو له امله مونږ مخابراتي اسانتیاوو ته مونږ لاسرسی نه درلود او اوس چې په ځینو سیمو کې نوې انتنونه لګول شوي، نو اوس مو هم پوره ګټه نه دی ترې پوره کړې. زمونږ غوښتنه دادی، چې د خوست ولایت د ولسوالیو اوسېدونکو ستونزو ته په مخابراتي برخه کې ځانګړی پام وکړي.»

د تڼیو ولسوالۍ اوسېدونکی داود شاه بیا د انټرنیټ په لوړو بیو نیوکه کوي. هغه اطلاعات روز ته وویل، چې د انټرنېټ بیې په بېساري ډول دي، خو کیفیت یې خورا ټیټ دی.

و مو غوښتل چې په دې اړه د خوست ولایت لپاره د طالبانو د مخابراتو ریاست د مسوولینو نظر هم له ځانه سره ولرو، خو هغو مونږ سره په غیر رسمي خبرو کې د نظر نه شریکولو  خبره وکړه.

د دغه ریاست له لوري اطلاعات روز ته د هغو فعالیتونو په اړه لېست وړاندې شو، چې په تېرو څو میاشتو کې یې ترسره کړي دي.

په لېږل شوي لېست کې راغلي، چې د خوست ولایت د مخابراتو ریاست له خوا په مرکز ، سپرې او یعقوبیو ولسوالیو کې د نويو مخابراتي انتنونه نسب کولو ترڅنګ په ګڼو سیمو کې G2 په G3 او G3 په G4  انټرېنټ ته ارتقا ورکړې ده.

په تېرو دوو لسیزو کې که څه هم د سویل ختیځ زون په ډیری سیمو کې د مخابراتي خدمتونو له امله زیاتره خلکو انټرنېټ ته لاسرسی پیدا کړ، خو په ورته مهال بیا د جګړو پر مهال لسګونه مخابراتي پايي هم ویجاړې شوې.

اوس طالبانو ویلي، چې د مخابراتي خدمتونو د لا ښه والي لپاره به ځانګړې پاملرنه کوي.   

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه