هلمند کې زده‌کوونکي: نه کتابونه او نه هم مسلکي ښوونکي لرو

اطلاعات روز: د هلمند اوسېدونکي وايي، که څه هم په افغانستان کې جګړې ختمي شوي دي خو زياتوي چې په ګڼو سيمو کې لا هم د ښوونځيو د نه شتون ستونزې پر خپل ځای پاتې دي او فعاله ښوونځيو کې نه کتابونه او نه هم مسلکي ښوونکي شته.

د هلمند د نادعلي ولسوالۍ يوه اوسيدونکي علي الرحمن علي په دې اړه اطلاعات روز سره په خبرو کې وويل چې په ياده ولسوالۍ کې ښوونځي فعاله دي او زده کوونکي ښوونځيو ته ځي.

هغه وايي، هغه زده کوونکي چې ښوونځيو ته ځي د مسکلي ښوونکو د نشتون ترڅنګ کتابونه هم نه لري چې ویې لولي. هغه وايي که طالبانو هلته په ښوونځيو کې مسلکي ښوونکي وګماري او کتابونه زده کوونکو ته ورکړي په دغه ولايت کې به د زده کړو بهير وده وکړي.

علي د پوهني رياست د مسولينو څخه د شته ستونزو د حل غوښتنه کوي او زياتوي چې د زده کړې د پرمختګ لپاره دې د پوهنې رياست لاس په کار شي.

د ناوې ولسوالۍ یو بل اوسیدونکي نوراغا وايي، په يادې ولسوالۍ کې هم زده کوونکي د مسلکي ښوونکو د کمي او د کتابونو د نشتون څخه سرټکوي او وايي چې همدغه دوه لاملونو د دوی د زده کړو پر چارو منفي اغېزې کړې دي.

هغه وايي په تيرو وختونو کې به د ښوونځيو يو شمير زده کوونکو په خپل شخصي لګښت کتابونه په ښار کې اخيستل خو په خبره يې چې اوس د خلکو اقتصادي حالت کمزوری دی او زده کوونکي د کتابونو اخيستلو توان نه لري.

دی هم د طالبانو له حکومت څخه د شته ستونزې د حل غوښتنه کوي. هغه وايي: «زموږ په سيمه کې هم کتابونه نشته، دغه بیخي لويه ستونزه ده. ترڅنګ يې مسلکي ښوونکي هم نه لرو د خلکو اقتصادي حالت هم بيخي کمزوری دی باید دولت پاملرنه وکړي.»

بل خوا د هلمند ولایت د پوهنې ریاست مرسیتال حافظ حاکیمي وايي، په دغه ولايت کې ۵۰ سلنه په ښوونځيو کې تدريسي کتابونه شتون نه لري.

هغه وايي شته ستونزې د تير جمهوريت څخه پاتې وې او دوی د کتابونو د کمي ستونزې حل لپاره هلې ځلې کوي.

دی وايي، هلمند ته د طالبانو د وزیر په ورتګ سره يې هغه ته هم په ښونيز نظام کې د شته ستونزو يادونه کړې او هيله شته چې يادې ستونزې به حل شي.

دوی وايي په ښوونځيو کې د مسلکي ښوونکو ستونزه لري چې د وزارت سره په ګډه به د ټولو ښوونځيو د مسلکي ښوونکو لپاره هڅې وکړي.

هغه وایي: «موږ د مسلکي استادانو په اړه وزارت ته غوښتنه لیک استولی دی او هغه منل شوی دی او په لنډ وخت کې به هغه ښوونځي چې مسلکي ښوونکي ونه لرې او د استادانو له کمښت سره مخ وي هغه ستونزې به یې هم هوارې شې.»

د پوهنې رياست دغه مسول وايي د تيرو جګړو له امله د ويجاړ شوو ښوونځيو د رغيدو لپاره يې د يونيسف ادارې سره خبرې روانې دي او يادې ادارې ژمنه کړي ده چې ۷۰ بابه مکتبونه به له سره دوی ورغوي.

د هلمند د پوهنې ریاست د معلوماتو له مخې په هلمند کې ۴۱۹ ښوونځيو له ډلې ۳۷۸ فعاله او ۴۱ نور یې تړلي دي چې په فعاله ښوونځيو کې ۲۵۴۴۶۰ زده کوونکي زده کړې کوي، له دې ډلې څخه یو لک او ۸۸۹۱ نارینه او ۶۵۶۶۹ ښځینه دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه